
د کابل ښار زرګونو اوسېدونکو نن (شنبه) د سالنګ په لار د وارداتي برېښنا مزي د غځولو په اړه لاریون وکړ؛ سړکونو او واټونو ته راووتل.
په لاریون کوونکو پرلپسې دوه چاودنې وشوې.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې په چاودنه کې ۶۱ تنه لاریون کوونکي وژل شوي او ۲۰۷ تنه ټپیان دي.
دوی وايي، دا لومړنۍ شمېرې دي او ښايي، چې د مرګ ژوبلې کچه زیاته شي.
د رڼايۍ غورځنګ یو غړی خادم حسین کریمي وايي، چې چاودنه د دهمزنګ څلور لارې سویلي غاړې ته شوې ده.
دی وايي، له چاودنې وروسته د پېښې له سیمې د ډزو غږونه اورېدل کېدل.
د پېښې مسوولیت په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې اخیستی دی.

لاریونوالو سلام وطندار ته وویل، چې تر هغې به د دهمزنګ څلور لارې پرېنږدي، چې حکومت یې غوښتنې ځواب نه کړي.
لاریون کوونکي له حکومت څخه غواړي، چې د ترکمنستان ۵۰۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا د بامیانو او میدان وردګو له لارې تېره کړي.
د دغه لاریون یو تن جوړونکی احمد بهزاد وايي، چې حکومت د اعتراض کوونکو په مقابل کې اساسي قانون نقض کړی دی.
د روښنایۍ غورځنګ لاریون کوونکي وايي، تر څو چې حکومت د برېښنا د غځولو لارې ته بدلون ور نه کړي، دوی به خپل لاریون ته دوام ورکړي.
لاریون کوونکي حکومت ته ګواښ کوي، چې دوی به په ورځو، ورځو تحصن وکړي.





