د ولسي جرګې ځېنو غړو په نننۍ غونډه کې ویلي، ولسمشر غني له دوی غوښتي، هغه وزیران چې پراختیايي بودیجه له ۸۰ سلنې کمه و لګوي، استیضاح او صلب د صلاحیت دې کړي.
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې جرګه ګۍ رییس امیرخان یار وایي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د ولسي جرګې له یو شمېر غړو سره لیدلي او په دې لیدنه کې یې له وکیلانو غوښتي هغه وزیران دې ور استیضاح کړي، چې له ۸۰ سلنې لږ خپله کلنۍ بودیجه ولګوي.
د یار په خبره، د انرژۍ او اوبو، د کلیو او پراختیا، عامې روغتیا او کرنې وزارتونو تراوسه خپله بودیجه نه ده لګولې او د مالي او بودیجې جرګه ګۍ ترڅارنې لاندې دي.
دی همدا ډول وايي، چې تر اوسه پورې په وزارتونو کې نږدې ۲۰٪ سلنه عمومي بودیجه لګول شوې.
په همدې حال کې د ولسي جرګې د مالي او بودیجې چارو کمېسیون بل غړی قادر ځاځی وایي، ځېنې وزیران نه دي ناتوانېدلي له ۴۰ تر ۵۰ سلنه بودیجه ولګوي، چې د ولسمشر دا پریکړه د ناکاره وزیرانو ګوښه کولو بهیر ګړندی کوي.
اقتصاد پوهان وایي، ترهغو چې دولتي بنسټونه د پراختیایي پروګرامونو عملي کولو وړتیا پیدا نه کړي، د وزارتونو بودیجه به په اغیزمنه توګه ونه لګول شي.