د کندوز امنیتي چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو نن (دوشنبه) ګهیځ د کلای زال په ولسوالۍ بریدونه پیل کړي دي.
د دې ولسوالۍ د جنايي امر سیداغا وايي، چې اوسمهال د کلای زال ولسوالۍ د بازار ځېنې سیمې د طالبانو په واک کې دي او ځېنې نورې برخې یې د امنیتي ځواکونو په لاس کې دي.
د سیداغا په خبره، تر اوسه په جګړه کې ۶طالبان وژل شوي او د دې ډلې یو مشهور قوماندان ملا منصور ټپي شوی دی.
د کندوز د ولایتي شورا غړی اسدالله سادات بیا وايي، چې د کلای زال بازار ټول د طالبانو په لاس کې دی او دمګړۍ د ښاروالۍ او د دې ولسوالۍ د مرکزي لیسې ودانۍ د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
سادات وايي، چې طالبانو د هاموې ټانکونو په وسیله د کلای زال ولسوالۍ په بازار له څلورو خواوو برید وکړ او د نن ورځې تر غرمې یې دغه بازار ونیولو.
د ولایتي شورا دغه غړی وايي، د نښتې په ډکر کې د څلورو سرتېرو مړي هم پاتې شوي دي.
خو په ورته وخت کې د کلای زال امنیتي چارواکي وايي، چې تر اوسه په نښته کې د ولسي پاڅون کونکو یو کس وژل شوی دی.
د کلای زال ولسوالۍ د جنايي امر وايي، د طالبانو د ماتولو له پاره سیمې ته هوايي ځواک، ملي اردو، ملي پولس او د ملي امنیت سرتېري ورغلي دي او ډېر ژر به دغه بازار د طالبانو له موجودیته پاک کړي.