د افغانستان په هرات ولایت کې سوداګرو د حکومت له لوري د مالیاتو د زیاتولو امله د اندېښنې په څرګندولو سره خبرداری ورکړی، که چېرې داسې ملا ماتوونکې مالیې د ټيټولو له پاره کار و نه شي، نو دوی به هم د اعتراض په ډول دولت ته مالیات ور نه کړي.
د هرات سوداګرو نن شنبه (جولای۱۶مه ) په سوداګریو او صنایعو خونو کې د یوې ناستې پرمهال د دولت له خوا د زیاتو مالیاتو د وضع کولو له امله شکایت وکړ.
د هرات د سوداګریو او صنایعو خونو رییس سعد خطیبي وویل، چې د دولت له لوري د نوي مالیاتي قانون تصویب له هېواده د پانګو د تېښتې لامل شوی.
دوی وايي، چې حکومت د دغه قانون په تصویب سره غواړي په هرات ولایت کې د پانګونې مخالفت وکړي.
خطیبي وايي، سوداګر چې کله له نورو هېوادونو مالونه صادروي، نو ۶ سلنه په ګمرک کې مالیه ورکوي او وروسته له هغه انتفاعي او د درامد مالیات ورکوي، خو اوس د نوي مالیاتي قانون پر بنسټ باید سوداګر په هرو درېيو میاشتو کې خپل جواز تمدید کړي.
له دې وړاندې هر سوداګر په کال کې یوځل خپل مالیاتي جواز تمدیدول.
ځينې پانګوال خبرداری ورکوي، چې ترڅو دولت پر دوی ملاماتوونکي مالیاتو کې بیا کتنه و نه کړي، نو دوی به هم مالیات نه تحویلوي.
د دغو پانګوالو یو تن حاجي محمدعثمان انصاري وايي، چې دوی د دولت له لوري تصویب شوی د مالیاتو نوی قانون نه مني او داسې مالیاتي قانون به له هېواده د مالیاتو د تېښتې لامل شي.
له بل لوري د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، چې دغه قانون د مرکز له لوري تصویب شوی او سیمه ييزې ادارې باید پرې عمل وکړي.
د نوموړي پر وینا، سیمه ییزو ادارې له دوی غوښتي، چې دوی ستونزې باید لوړ پوړو حکومتي مقاماتو ته ورسوي او رد او نه ردولو پريکړه بیا د مرکزي حکومت کار دی.