.jpg)
افغانستان او ایرلینډ د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې دویمه درجه مخکښې لوبډلې شمېرل کېږي، خو د مخکې تګ له پاره ډېر خنډونه په وړاندې لري.
دواړو لوبډلو ته تېرکال د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د "ایف، ټي، پي" امتیاز ورکړل شو، چې د نړیوالو لوبو په برابرولو کې د نړۍ د ۱۰ بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو په څېر خلاص لاس لري.
له دغه چانس څخه په نړیوالو درجه بندیو کې ایرلینډي کرکټ بورډ تراوسه ګټه اخیستې او خپلې لوبډلې ته یې اوسمهال د بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو سره د ۱۱ نړیوالو سیالیو ترڅنګ ټولټال ۱۴ نړیوالې سیالۍ برابرې کړي دي او افغانستان بیا د روان کال ترپایه له بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد سره هېڅ کومه نړیواله سیالۍ په پلان کې نه لري.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي له "کریک انفو" وېبپاڼې سره په خپله نوې مرکه کې د ایرلینډي کرکټ بورډ سره د سیالۍ او د مینوالو له خوا په دوی د ایرلینډ کرکټ بورډ په څېر د زیاتو سیالیو برابرولو فشارونه دي.
ستانکزي په وینا، د افغانانو توقع له ملي لوبډلې او بورډ څخه ډېره زیاته شوې ده او باید، چې افغانستان هم د ایرلینډ په څېر ډېرې نړیوالې سیالۍ برابرې کړي.
شفیق الله ستانکزي ویلي، د ایرلینډي کرکټ بورډ سره ځکه د زیاتو سیالیو په برابرولو کې سیالي نشي کولی، چې د نړۍ هره بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډله، چې انګلستان ته ځي نو له ایرلینډ سره لوبیږي او دوې هم د دې له پاره له هندوستان کرکټ ملي لوبډلې او هندوستان ته د ورتلونکو لوبډلو سره دوه اړخیزه سیالۍ ترسره کړي.
.jpg)
دی وايي، چې هندي کرکټ بورډ ته یې پروپوزل سپارلی دی، چې لا یې هم د تېرې مې میاشتې راپه دیخوا د ځواب په انتظار دي.
افغان کرکټ بورډ تېر کال د عربي اماراتو شارجه کرکټ لوبغالي په ځای د خپل کوربتوب سیالیو او ښه بازار موندنې له پاره د هندوستان (نویډا) کرکټ لوبغالي انتخاب کړ، خو تراوسه کرکټ بورډ خپلې ملي لوبډلې ته په دغه لوبغالي کې د سیالیو په برابرولو کې پاتې راغلی.
اجرایوي مشر زیاتوي، افغانستان د اوسني"ایف، ټي، پي" د امتیاز اخیستلو سره له لویو ستونزو سره مخ ده، چې باید ډېرې سیالۍ برابرې کړي او هم د مصارفو له پاره بودیجه پیدا کړي.
د کرکټ بورډ دغه چارواکي ویلي، دوې د یوې ستراتیژۍ له مخې پلان لري، چې افغان کرکټ ملي لوبډله تر ۲۰۱۹ کال پورې د یوې ورځنیو لوبو ۶ مه بهترینه لوبډله شي او تر ۲۰۲۵ م کال پورې د ۵۰ اوریزه او ۲۰ اوریزه لوبو ۳ مه بهترینه لوبډله شي.
د شفیق الله ستانکزي په وینا، دغه هدف ترلاسه کېدونکې دي، خو په هغه صورت کې چې افغانستان راتلونکې کې د نړۍ بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلو سره لوبې وکړي.
ستانکزي زیاته کړې، د افغان کرکټ ملي لوبډلې اوسنۍ ستره ستونزه یې له بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو سره د سیالیو نشتوالی دی او باید د کرکټ د لا نړیوال کولو په موخه ورسره د کرکټ نړیواله شورا او دغه راز بشپړغړیتوب لرونکي هېوادونه مرسته وکړي.
.jpg)
د شفیق الله ستانکزي په وینا، افغان کرکټ ملي لوبډله له تېرو ۱۲ میاشتو راهیسې ښه لوبیږي او دا چې دهالینډ خلاف د ۴ ورځنۍ سیالۍ وروسته چې د اګست په لومړۍ نېټه پاې ته رسیږي د روان ۲۰۱۶ م کال ترپایه هېڅ کومه نړیواله سیالي پلان کې نه لري او که همداسې بی سیالیو پاتې شي، نو د افغان لوبډلې د اوسني پرمختګ د ټکني کېدو ویره لري.
اجرایوي مشر زیاته کړه، که د کرکټ نړیوالې شورا هغه پرپوزل ومني چې له مخې یې د ۱۳ لوبډلو د ۵۰ اوریزه لوبو (لیګ) جوړ شي؛ نو ستونزه به یې حل شي او په هرو ۳ کلونو کې به له ټولو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو سره ټولټال ۳۶ سیالۍ ولري، چې ورسره به نه یوازې د افغانستان د کرکټ د پرمختګ په موخه له مخکښو لوبډلو سره زیاتې لوبې ولري، ترڅنګ به یې مالي مرسته یا لوی (سپانسر) هم ترلاسه کړي.
ښاغلي ستانکزي ومنله، که د سیالیو له پاره یې نورې لوبډلې لرلی او یا یی هم د خپلو سیالیو د پلور له پاره بازار لرلی، نو د سکاټلینډ او ایرلینډ سره په سیالیو کې به یې پیسې نه وای مصرف کړې.
دی وايي، په دې سیالیو کې د انګلستان د ویزو د اخیستلو مصرف په شمول ۴ لکه او ۳۰ زره امریکایي ډالره ولګېدل.
د افغان کرکټ بورډ اجرایوي مشرزیاته کړه، له ۸۰ څخه نیولې تر ۹۰ سلنې د بشپړ غړیتوب لرونکې کرکټ لوبډلې د کوربتوب مصرف په غاړه اخیستې شي، خو دا ورباندې اضافه بوج دی، چې بل بشپړ هېواد ته په سفر کې د سیالیو مصارف په خپله غاړه واخلي نو له همدې کبله باید په هر څه کې توازن ووسي.
په همدې حال کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش او اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي روانه میاشت د سکاټلینډ په کوربتوب د کرکټ نړیوالی شورا په کلنۍ غونډه کې برخه واخیسته او افغان کرکټ مینوالو ته یې زیرې ورکړ، چې په راتلونکو ۶ میاشتو کې به د هېواد د کرکټ د پرمختګ او لا ډېرو سیالیو په موخه ښه خبرونه ورکړي.





