د امریکا ګانګرېس پر پاکستان د ټولو مالي مرستو د بندیز کار پیل کړی

د امریکا متحده ایالاتو ځېنو قانون جوړوونکیو د دې هېواد د کانګرېس په فرعي کمېټې کې پر پاکستان د ټولو مالي مرستو د بندولو غوښتنه وکړه.

دغو قانون جوړوونکیو له "ترهګرۍ سره د پاکستان د مبارزې" تر عنوان لاندې په یوه غونډه کې وویل، چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه له امریکا نه په میلیونو ډالر واخیستل، خو تر اوسه یې په دې برخه کې هېڅ کار نه دی کړی.

د امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۱ کال راهیسې پاکستان ته د ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره ۳۳ میلیارده ډالر مرسته ورکړې ده.

د کانګرېس غړي مت سلمون وايي، د امریکا له دې مرستو سره سره بیا هم د پاکستان څارګره استخباراتي اداره له ترهګرو سره اړیکې لري.

په ورته وخت کې پاکستان په ځانګړې توګه استخبارات یې تل له ترهګرو سره اړیکې لرل رد کړي او ادعا کوي، چې په قبایلي سیمو کې یې د ترهګرو د له منځه وړلو له پاره عملیات کړي دي او زیاتوي، دوی خپله د ترورېزم قربانیان دي.

په افغانستان او عراق کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد د کانګرېس فرعي کمېټې ته په لېږل شویو اسنادو کې "پاکستان په افغانستان کې د جګړې" عامل ګڼلی.

د خلیلزاد په خبره، د پاکستان نیابتي وسله وال نه یوازې د ایتلافي ځواکونو، افغان امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو ته جدي ګواښ دی، بلکې په نړۍ کې د افراطیت د پراختیا عمده عامل دی.

دی وايي، که امریکا غواړي، چې په نړۍ کې ترهګري ماته کړي، باید په پاکستان کې د ترهګرو جرړې وچې کړي.

د لانګ وار ژورنال مسوول مدیر او له ډیموکراسۍ نه د د فاع بنسټ غړی بیل روګیو د خلیلزاد خبرې تاییدوي او زیاتوي، چې پر پاکستان باید د امریکا ټولې مالي مرستې بندې شي.

د روګیو په خبره، د مالي مرستو له بندولو وروسته حالات کنټرولولی شو.

د امریکا قانون جوړوونکي وايي، چې د پاکستان استخباراتي اداره له ترهګرو د دغه هېواد د ملاتړ خبره ردوي، خو د  پاکستان په خاوره کې د طالبانو د پخواني مشر ملا منصور وژل کېدل بیا د پاکستان د ادعا ځواب دی.

له دې مخکې هم واشنګټن په پاکستان د کال یو میلیارد ډالر مرسته د دې له پاره بنده کړې وه، چې په شمالي وزیرستان کې یې د ترهګرو په خلاف بې نتیجې عملیات کړي وو، ځکه لا هم په شمالي وزیرستان کې د جلال الدین حقاني شبکې هډې او مرکزونه موجود دي او د ځپلو کوم څرک یې نه دی رارسنیز شوی.

کانګرېس ویلي وو، چې پاکستان د حقاني شبکې پر خلاف د قناعت وړ عملیات نه دي کړي او په کار ده، چې پیسې پرې بندې شي.

شمالي وزیرستان د ترهګرو له مهمو خوندي پټنځایونو دی، چې د افغان امنیتي ځواکونو او نړیوالو ځواکونو په مقابل کې ټولې جګړې له هماغه ځای رهبري کړي.
 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام