د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ مسوولین وايي، چې امنیتي بنسټونه د "فساد له ستر ګواښ" سره مخ دي او دوی له دې کبله اندېښنه لري.
د دې بنسټ رییس اکرام افضلي نن (دوشنبه) په خبري غونډه کې وویل، چې د هېواد شاوخوا ۵۰ سلنه د پولیسو تشکیلات خیالي دي او ګومارنۍ د روابطو پر اساس تر سره کېږي.
افضلي وايي، چې د وارسا په غونډ کې به د ملي یووالي حکومت د تدارکاتو د ملي کمېسیون، د قاضیانو او څارنوالو د ادلون بدلو او نویو ګومارونو په اړه خبرې وکړي او له دې پرته نورې لاسته راوړنې نه لري.
د نوموړي په خبره، شونې نه ده، چې په راتلونکو څو ورځو کې د فساد سره مبارزې په برخه کې لویه لاسته راوړنه ولري.
د پولنډ مرکز وارسا به د جولای په اتمه او نهمه د افغانستان په اړه د ناټو سرمشریزې کوربه وي.
په دې غونډ کې به له افغان امنیتي ځواکونو سره د ناټو د مرستو په دوام بحث وشي.
د روڼتیا څار بنست مشر له حکومت نه غواړي، چې د وارسا په غونډه کې دې روښانه تلنلاره ولري له دې وروسته دې عملي اقدامات ورکړي.
افضلي ټینګار وکړ، چې امنیتي ادارې دې د منظم او مشخص پلان په جوړولو سره خلکو ته حساب ورکړي او د افسرانو ترفیع دې د راوبطو له مخې نه، بلکې د وړتیاوو له مخې اجرا شي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، چې په امنیتي ادارو کې فساد موجود دی، خو له فساد سره مبارزه د کورنیو چارو وزارت له لمړیتوبونو ده. دی وايي، چې د فساد سره د مبارزې په برخه کې دغه وزارت لاس ته راوړنې هم لري.