
د ترکیې د استانبول په اتاتورک هوايي ډګر کې د ځانمرګو بریدونو په پایله کې د بهرنیانو په ګډون ۳۶ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
بریدګرو لومړی پر لارویانو ډزې کړي او بیا یې د خلکو په منځ کې ځان ته چاودنې ورکړې دي.
عیني شاهدانو او ترکي چارواکیو د بریدګرو شمېر ۳ تنه ښودلی دی. د یو عیني شاهد په خبره، یو بریدګر لومړی د هوايي ډګر د وتلو ساحې ته نږدې یو صالو ته اور ورته کړ او په هغه پسې درېواوړو بریدګرو صالون ته نږدې خپلو ځانونو ته چاودنې ورکړې.
د استانبول اتاتورک هوايي ډګر د ګڼې ګوڼې او سهولیت له مخې په ترکیه کې د اروپا درېیم هوايي ډګر دی.
ترکیه د داعش ضد د ایتلاف غړې ده او له امریکا سره ګڼ تړونونه لري.
یو ترکي چارواکي ویلي، پولیسو هڅه وکړه، چې ځانمرګي بریدګر له پښو وغورځوي، خو بریالي نه شول.

د ترکیې لومړي وزیر بن علي یلدریم دغه برید غیراخلاقي بللی او ویلي دي، چې دا ډول بریدونه یوازې ترهګر کولی شي.
د یلدریم په وینا، لومړني شواهد ښيي، چې درېواړه بریدګر، د ټکسي په واسطه میدان ته داخل شوي وو.
ده ویلي، چې مقدماتي اسنادو ښوولې ده، چې ځانمرګي بریدګر د داعش ډلې کسان وو.
داعش ډلې هم د دې پېښې مسوولیت منلی دی.
یو ترکي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د پي کاکا (PKK) ډلې وسله وال کسان اکثره وخت ترکي چارواکي په نښه کوي.
د روان زېږدیز کال په مارچ میاشت کې داعشیانو د بروکیسل پر هوايي ډګر په یوه چاودنه کې ۱۶ تنه ووژل او لسګونه تنه یې ټپيان کړل.





