
یو شمیر سیاسي شنونکي، د سیاسي مشرانو څرګندونو په هکله، چې هر وخت د حکومت دننه او بهر په واک کې خپل قوم ته ډیره ونډه غواړي وايي، د سیاسي او قومي مشرانو دا ډول څرګندونې د ولس او ملت جوړونې پر بهیر ناوړې اغیزې لري.
د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم تېره ورځ (جون۲۸مه) ویلي، چې په حکومت کې دوی ته سمه ونډه نه ده ورکړل شوې او دی په دې اړه ناخوښ دی.
د سیاسي چارو شنونکي محب الله زغم په دې اړه سلام وطندارته وویل، چې په مختلفو وختونو کې د قومي مشرانو څرکندونې ولس پر حکومت بې باوره کوي.
د زغم پر وینا، د قومي مشرانو ترمنځ د واک ویش په هیواد کې د شایسته سالاري مخه ډب کړې ده.

دغه سیاسي شنونکي زیاته کړه، چې د حکومت مشران مخکې له هغه چې څرګندونې يې رسنیزې شي او د ناباوري فضا رامنځته کړي، باید خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي، ځکه دی باوري دی، چې د افغانستان سیاسي مخالفین له داسې څرګندونو په خپله ګټه کار اخلي.
په همدې حال کې بل سیاسي شنونکی لطیف نظري د جنرال عبدالرشید دوستم وروستۍ څرکندونې له دننه د سیاسي نظام پاشل کیدو نښه بولي.
د نظري په اند تر هغو، چې په افغانستان کې د واک او سیاست جوړښت قوم محوره وي او واک د وطنوالو پر ځای د مشرانو ترمنځ وویشل شي د دولت او ملت جوړونې بهیر به له ستونزو سره مخ وي.
دغه راز، یو شمیر سیاسي شنونکي وايي، چې په افغانستان کې واک قومي دی، نوځکه خو ډیرځله په ګومارنو کې هم قومي چلند کیږي.
دغه شنونکي د حکومت له مشرانو غواړي، چې د قومي غوښتنو اوریدلو پر ځای دې ددې غوښتنو مدیریت وکړي.





