څو ورځې وړاندې رسنیو په یوه خوله د تخار د والي ویاند او د یاد ولایت د ښځو چارو رییسې له ادرسونو داسې راپورونه خپاره کړل، چې د سهیلا په نوم پر یوې ښځې د یو سړي له خوا په دې روژه کې جنسي تېری کيږي او اوس تېري کوونکي ته یو سیمه ییز قوماندان پناه ورکړې.
خو سهیلا بیا سلام وطندار سره د خبرو اترو پر مهال وايي، چې دغه قضیه له واقعیت سره اړخ نه لګوي او د رسنیو له قوله جنسي تېری کوونکی يې مېړه کيږي.
سهیلا وايي، چې دا وروسته له هغه د دغه موضوع د سپيناوي په موخه را ووتله، چې په رسنيو کې پردې د جنسي تېري په اړه راپورونه خپاره شول.
هغه وايي، چې د دغه خبر له اورېدو وروسته شوکه شوه او د رحیم الله په نوم د خپل مېړه سره یوځای د عدالت او رسنیو سره د خبرو په موخه د ینګي کلا څخه د تالقانو په لور روانه شوه، خو په لاره کې دواړه د پولیسو له خوا نیول کيږي او اوس په بند کې شپې او ورځې سبا کوي.
سهیلا وايي، چې دوی سره عشقي رابطه درلوده او دواړه د کورنۍ په خوښه یو له بل سره نکاح تړلي.
سهیلا زیاتوي، چې اوس يې عزت او ابرو ته صدمه رسېدلې او باید پرې ښودل شي، چې د خپل میړه سره په ارامه خپل پاتې ژوند تېر کړي.
له بل لوري قانوني بنسټونه هم وايي، چې دوی په خپله خوښه یو بل سره نکاح تړلي او دا د دوی قانوني حق دی.
د ینګي کلا ولسوالۍ محکمې رییس عبدالباقي وايي، چې دوی دواړه په خپله خوښه د نکاح وړاندیز وکړ او هغه هم له ځينو څېړنو وروسته يې نکاح و تاړه.
عبدالباقي وايي، چې د دغو دواړو نکاح د قانون له مخې هیڅ ستونزه نه لري او حبس کول يې غېر قانوني کړنه ده.
سهیلا زیاتوي، چې د تخار ولایت د ښځو چارو ریسې ورته خبرداری ورکړی، که اعتراف وکړي، چې پرې جنسي تېری شوی، نو د ښه ژوند زمینه به ورته برابره کړي او کنه، نو پلار به یې هم زنداني کړي.
د نوموړې پر وینا، د تخار د ښځو چارو ریسې ورته ویلي، که چېرې اقرار وکړي، چې میړه يې پرې تجاوز کړی، نو دوه کاله به په بند کې تېروي او له هغه وروسته به خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.
خو د تخار ولایت د ښځو چارو رییسه رزم ارا حواش وايي، چې د روژې په میاشت کې پر سهیلا څو وارې جنسي تېری شوی.
د تخار یو امنیتي مسوول، چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي سلام وطندار ته وویل، پولیس هم پر دې پوهيږي، چې دغه جوړه اوس په غېر قانوني توګه په بند کې شپې او ورځې سبا کوي، خو د هغه پر وینا د دوی قضیه نوراړخونه لري او د بند ساتلو په هکله يې له څو لارو بېلابېل فشارونه شته.
اوسمهال رحیم الله د تخار ولایت د پولیسو په جنايي زندان کې بندی دی او سهیلا د یاد ولایت په امن خونه کې اوسیږي.