د هلمند په ګرشک کې له ۲۷ تښتول شویو مسافرانو نه ۲۳ تنه خوشې شول

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، چې د تېرې ورځې د ۲۷ تښتول شویو مسافرانو له ډلې بېګا شپه ۲۳ تنه راخوشې شوي دي.

تېره ورځ وسله والو طالبانو د کندهار ـ هرات پر لویه لاره د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په مهاجر بازارا کې له یو ۳۰۳ ډوله موټر نه  ۲۷ مسافران کوز کړي او له ځان سره وړي وو.

 د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد اسماعیل سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې ټول راخوشي شوي کسان له ایرانه راستانه شوي او خپلو کورونو ته روان وو، چې وسله والو طالبانو له موټره ښکته کړي وو.

د ده په خبره، اوسمهال له طالبانو سره له ۲۷ تنو نه یوازې ۴ تنه پاتې دي.

د ګرشک امنیه قوماندان وايي، چې دا کسان یې د ګرشک د سیمه ییز ادارې په هڅو راخوشې کړې دي او هلې ځلې کوي، چې پاتې ۴ تنه هم ډېر ژر د سیمې د سپین ږیرو او قومي مشرانو په منځګړيتوب راخوشې کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د ۲۳ تنو د راخوشې کولو او ورسره د پاتې ۴ تنو د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی بلکې له دې مخکې د کندهار –  کابل، د کندوز – تخار، بدخشان – کابل او نورو لویو لارو نه د ناامنیو له امله د وسله والو طالبانو او مخپټو کسانو له خوا ګڼ مسافران او امنیتي ځواکونه برمته شوي، وژل شوي او ځېنې یې له اوږد ځنډ او ځورولو وروسته د معاملو او قومي مشرانو په منځګړيتوب راخوشې شوې دي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام