د کابل ښار سلګونو اوسېدونکو نن (جمعه) د عدالت غوښتنې په نوم لاریون وکړ.
دوی له حکومت ته وغوښتل، چې په لویو لارو کې دې د یرغمل نیولو مخنیوی وکړي.
لاریونکوونکي وايي،"حکومتي چارواکي دې د هېوادوالو په مقابل کې خپل مسوولیت سم ادا کړي او یا دې له خپلو دندو استعفا ورکړي."
لاریون کوونکي د کابل ښار په شهرنو پارک کې راټول شوي وو او د سپېدار ماڼۍ په لور یې حرکت وکړ، چې د ذنبق څلورلارې د اجرایوي ریاست تر دروازې ولاړل او هلته یې د پولیسو له خوا مخنیوی وشو.
دوی وايي، چې طالبانو په دې وروستیو کې په لویو لارو هېوادوال یرغمل نیسي او بیا په بې رحمانه ډول وژني.
لاریون کوونکي زیاتوي، حکومت نه باید یوازې د طالبانو دغه کار وغندي، بلکې د هېوادوالو د ځان، مال او لویو لارو امنیت دې خوندي کړي.
دوی له حکومته وغوښتل، چې د وروستیو سړي تښتونو عاملین دې ونیسي او سزادې ورکړي.
لاریون کوونکو د یو پرېکړه لیک په لوستلو له حکومت وغوښتل، له طالبانو سره موجود برمته شوي هېوادوال دې ژر تر ژره را خوشې کړي.
د پرېکړه لیک بله غوښتنه، د لویو لارو امنیت خوندیتوب او د هغو مسوولو چارواکو د نیولو غوښتنه وه، چې د افغانانو د ځان او مال د امنیت په خوندیتوب کې غلفت کړی.
اعتراض کوونکو وویل، که د دوی غوښتنو ته پام ونه شي، خپل اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
وسله وال طالبان په دې وروستیو کې په لویو لارو مسافر برمته کوي، په وروستی ځل يې په کندوز کې ۵۰ تنه مسافر برمته ونیول، چې د امنیتي چارواکو په وینا څو تنه یرغمل شوي یې هم وژلي دي.