د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې به د ۳ ښوونځیو د بنسټ ډبرو له اېښودلو سره هم مهاله په روان کال کې ۶ نور ښوونځي هم جوړ شي.
د فاریاب د پوهنې رییس غلام سخي بیان نن (یکشنبې) په دې ولایت کې د درېيو ښوونځیو د رغونیزو چارو د پیل پر مهال وویل، چې سږ کال به د ناروې هېواد په مالي مرسته ۶ نور ښوونځي هم جوړ شي.
د پوهنې د رییس پر وینا، دغه ۹ بابه ښوونځي د ناروې هېواد په مالي مرسته په څه باندې دوو میلیونو امریکايي ډالرو جوړېږي.
ده زیاته کړه، چې په روان لمریز کال کې به د پوهنې وزارت له بودیجې نه د ۲۲۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۹۰ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شي.
بیان همداراز زیاته کړه، چې د دې ۹ ښوونځیو په رغولو سره به د ۲۰ زرو زده کوونکیو ستونزه چې په خېمو او ونو لاندې زده کړې کوي؛ حل شي.
د فاریاب د پوهنې رییس په خبره، سیمه ییز مسوولان هڅه کوي، چې د ښوونځیو د رغونې بهیر نور هم ښه شي.
د فاریاب د پوهنې ریاست مسوولان وايي، چې په دې ولایت کې ۵۳۳ ښوونځي موجود دي، چې ۲۶۰ یې ودانۍ نه لري، چې زده کوونکي یې په خېمو کې او د ونو سیورو ته زده کړې کوي.





