د فلم کیسه :

امیر او حسین دوه ملګري وي، دواړه د پتنګ په الوزولو کې سخت تکړه وي، کابل کې حالات خراب شي، امیر او پلار یې پاکستان او له هغه ځایه کاناډا ته لاړ شي، امیر لیکوالۍ سره شوق لري، هلته یې د ثریا په نه یوې نجلۍ سره واده وکړي، د امیر پلار مړ شي، په دې ورځ چې د امیر د کیسو کتاب چاپ شي له پېښوره ورته د رحیم خان زنګ راشي، دی یې د پلار ملګری وي، امیر چې پېښور ته لاړ شي رحیم خان ورته وايي، چې حسین واده کړی دی او مېرمن یې طالبانو وژلي او یو ماشوم زوی یې یتیم خانه کې دی، کابل ته لاړ شه او هغه راوله، تر څنګ یې له دې رازه هم خبر کړي چې د امیر پلار د حسین له مور سره ناوړه اړیکې لرلې او حسین دده د مېرمنې ورور دی، امیر د یوه موټروان په مرسته کابل ته راشي، له دې ځایه د حسین زوی له ځان سره کاناډا ته بوځي او خپل زوی یې وبولي.

تبصره :

کیسه :

کیسه ډېره ساده ده، ښايي د یوې لنډې کیسې موضوع وي، خو شته جزیاتو کیسه یو څه خوندوره کړې ده، حسین د امیر دوی د مزدور زوی وي، خو د امیر پلار ورسره ډېره مینه کوي او دا کار امیر ځوروی، حتی هغه داسې فکر کوي چې مور یې ګني پلار په لوی لاس وژلې ده، تر دې چې یوه ورځ امیر د پتنګ الوځولو سیالي وګټي، حسین ورته پرې شوی پتنګ راوړي، لاره کې یې د اصف په مشره د څو ماشومانو یوه ډله ونیسي، حسین (هزاره هلک) ووهي او ورته ووايي، چې ته امیر دوی کره مزدور یې او هغه درسره ځکه لوبې کوي چې بل څوک نه لري، له مجبورۍ تاسره لګیا دی، امیر دا خبرې واوري، لاړ شي  او کور کې د خپل لاسي ساعت د غلا تور په حسین پورې کوي، دا بهانه کیږي او حسین کور پرېږدې، ددې تور لامل دا وي چې حسین د امیر دوی له نوکرۍ خلاص شي او خپل ژوند او شخصیت جوړ کړي، دا شېبه یې په پلار سخته تېریږي خو هغه چاته نه شي ویلای.

کرکټرونه :

په فلم کې د امیر پلار د روس ضد کرکټر دی، خو تر اخېره مالومه نه شي چې دا ضد ولی دی؟  تر دې چې کاناډا کې په روسي ډاکټر درملنه هم نه کوي.

رحیم خان د امیر د پلار ملګری وي، هغه امیر سره ډېره مرسته کوي، حتی کله چې دا کیسه لیکي هغه یې لولي او تشویقوي يي.

اصف په فلم کې منفي کرکټر دی، دی پښتون ښودل شوی دی او په دري ژبه وايي چې دا وطن زموږ دی او دا هزاره ګان باید له دې وطنه وشړل شي، امیر ته وایي، چې دې هزاره هلک (حسین) ته تا او ستا پلار پناه ورکړی ګني دوی موږ شړل… اصف ته ډيالوګونه داسې لیکل شوي چې هره خبره کې يې (کوني) تکیه کلام ورکړی. اوس پوښتنه دا ده چې لیکوال ولې باید د یوه چا پر وړاندې خپلې ټولې عقدې د یوه معصوم کرکټر په نازکو اوږو بار کړي؟ او تر ټولو جالبه دا چې اصف دی پښتون، چې ده خالد حسیني (لیکوال) په وینا هزاره ضد ښودل شوی خو په ټول فلم کې یې پښتو نه ده ویلې  … دا نو بې شکه هغه ضعف دی چې اصف کرکټر په شکل کې یې دا کیسه لري.

په کاناډا کې د امير خسر جنرال هم پښتون ښودل شوی دی، امیر چې د حسین زوی ځان سره بوځي؛ نو هلته ترې جنرال پوښتنه وکړي چې دا (هزاره هلک) څوک دی؟  امیر ورته کیسه وکړي چې دا زما وراره دی او هزاره هلک نه دی خپل نوم لري … هماغه تېره کیسه، لیکوال چې هلته د پښتون او هزاره تر منځ کوم خیالي تعصب وړاندې کړی او زړه یې پرې نه دی مطمین شوی نو دلته یې  تعصب بیا د یوه بل پښتون کرکټر په اوږو په شین زور بار کړی او ددې ثابتولو هڅه یې کړې چې پښتانه هزاره ګانو سره وران دي.

زه د یوه لیدونکي په حېث دې ستمي، ژبني او قومي تعصبونو ته ټولنه کې په حقیقي نظر نه ګورم، بلکې دا د یوه داستان ځانګړنې بولم او یو نظر پرې لرم. موږ په هنري اثارو کې د یوه منطق خبره کوو، دا منطق د نورو ډېرو ارزښتونو تر څنګ له روایتونو هم خړوبیږي او زموږ په ټولنه کې روایت دا دی چې که امیر تاجک ښودل کیږي، اصف او جنرال پښتون ښودل کیږي او حسین هزاره ښودل کیږي، نو ددې درواړو برخورد باید د ټولنیز روایت په تله وتلل شي.  ټولنیز روایت دا دی چې په افغانستان کې مېشت قومونه که یو بل سره ستونزې لري، نو د هغې انعکاس په دې ټولنه کې داسې دی، چې هزاره او تاجک د پښتون او هزاره او پښتون او هزاره په پرتله خپلو کې ډېر وران دي.  دلته نو لیکوال یوه چالاکي کړې ده، امیر او حسین تاجک او هزاره ځکه سره مخالفت نه لري چې ملګري دي، د امیر پلار یې ځکه کور کې ساتي چې زوی یې دی او رحیم ځکه مخالفت نه کوي چی په دې مسله خبر دی. زه بیا هم وایم، د هنر ملا ډېره نازکه ده، تر دې چې ښايي د هیڅ ډول تپل شوې عقدې د وړلو قوت ونه لري، همدا لامل دی چې په نړیواله کچه مشهور لیکوال خالد حسیني دلته خپلې شته عقدې ته له هنره لوړه درجه وکړې او په کیسه کې یې دا کمزوري ښيي.

بله موضوع د کرکټرونو انځورګري او پيژندګلوي ده، چې په فلم کې یوه کرکټر په کوم ډول مقابل لوري ته وپېژندل شي، منفي کرکټر باید درک شي چې منفي دی او په دې فلم کې هماغه پښتون ماشوم اصف د فلم پای کې بیا ښودل کیږي. دلته نو چې د لیکوال عقده او (هزاره) سره کرکې نه ده سړه کړې بیا یې بلې لویې وسلې ته لاس اچولی او هغه له اخلاقي پلوه د اصف کرکټر سپک ښودل دي. څو کاله د مخه په میدیوتیک افغانستان کې د فلمونو نندارتون و، هلته مې یوه صحنه ولیدله چې طالبان په یوه کور برید کوي او د هغه کور مېرمن ته زنګونه تړي او بیا یې نڅوي. په دې فلم کې هم د حسین زوی طالبانو وړی وي، طالب مشر هماغه ماشوم پښتون اصف وي، هلته ورته ټایپ چالان کړي او هلک ځانته نڅوي.

زه هغه وخت هم حېران وم چې دا صحنه د کوم هنري منطق له مخې جوړه شوې ده؟ خو The kite runner فلم په کتو پوه شوم چې ددې دروغجن منطق اصلي سرچینه د خالد حسین کیسه ده او دا راته جوته شوه چې دا کار یوازې او یوازې په منفي پښتون کرکټر د خپلې عقدې د تشولو له پاره شوی دی.

په فلم کې اصف طالب ښودل شوی دی، راځئ روایت ته  ورشو، ګوګل کې طالب ولټوو او وګورو چې نړۍ طالب د کومو منفي ټکو له امله بد ګڼي؟ نړۍ وایي چې طالب وژنې کوي. طالب ترهګر دی، طالب ښوونځي سیځي، طالب مېرمنې سنګساروي، خو دا پېښه به څومره روایتي سند ولري چې طالب دې ګني ښځې او هلکان ونڅوي؟ او اصلاً که ټولنې، انټرنیټ، نړیوالو ډاکومنټریو او شواهدو ته مراجعه کوو، نو هلکان او نجونې پښتنو طالبانو نه دي نڅولي بلکې څوک یې چې نڅوي هغوی په دې کیسه کې سپينې ملایکې ښودل شوي دي.

یوازې دا نه، امیر او پلار یې چې له کابله وځي لاره کې یو روسی پوځي ددوی موټر ودروي، په لارۍ موټر کې دوه ښځې او څو سړي ناست وي، موټروان یې ترجماني کوي، روسی عسکر ورته وايي چې موټر په یوه شرط پرېږدم چې زه به دې مېرمنې سره ساعت تیری کوم، دلته نو د امیر پلار راپاڅیږي او روسي عسکر سره خوله وهي هغه چې یې تر څو په کلاشینکوف ولي قومندان یې راځي او دوی ژغورل کیږي.

دا کار یوازې ددې لپاره شوی دی چې له روسانو سره د امیر د پلار مخالفت په حقه وښودل شي، بیا هم که روایات، تاریخ، شواهد او د افغانانو کیسې واورو، د روسانو ظلمونه داسې ښودل کیږي، چې جوماتونه یې ورانول، خلک یې په ټانکونو پورې تړل، بمبار یې کاوه، ظلمونه یې کول، خو داسې پر ښځو د جنسي تیریو کیسې د روسي پوځيانو په پرتله د هغوی په مخالف لوري پورې ډېرې تړل کیږي. زه ولې د روسي پوځي دفاع وکړم؟ زه دا نه وایم چې روسي پوځي ښه خلک وو، خو زموږ د تیاتر ښوونکي احمد شاه هنریار په وینا د فلم لنډه معنا حقیقت دی، له حقیقته یې مقصد روایت دی، هغه روایت چې ټولنه یې پر بنسټ ښه ته ښه او بد ته بد وايي، له دې ښکاري چې لیکوال خپله له روسیه سره وران دی، خپله عقده یې په یوه کرکټر بار کړې او د هغه د رښتیني ښودلو لپاره یې یوه دروغجنه صحنه انځور کړې، حال دا چې دا صحنه د ټولو روایاتو خلاف او یوازې مصنوعي پڼډ ښکاري.

زه له ټولو قیدونو ازاد لیدونکي په حېث دا وایم، چې زه  د چا د شخصي عقدې پر وړاندې د بل چا دفاع نه کوم البته دغه کومې خبرې چې د یوې عقدې له مخې شوي، خپله هنر او هنري منطق یې رد کوي، نړۍ ته چې خالد حسیني د افغاني او خصوصاً پښتون فرهنګ او فطرت کومه مسخ شوې څېره ښودلې ده، که دا قوي کلتوري روایتي ريښه ونه لري، نو لکه نن چې زه وایم ښایي داسې ډېر د هغه خواخوږي افغانان هم دا یوازې تورونه وګڼي او اخر به ددې عقدو لاندې د داستاني هنر نرۍ ملا په منځ راماته شي.

 

فلم ( دویمه برخه)

ډیالوګونه :

د فلم په اړه ویل کیږي، چې ځينو کرکټرونو یې ددې فلم له پاره دري ژبه زده کړله، همدا لامل دی چې فلم کې ځای ځای یو مصنوعیت لیدل کیږي، البته دا مصنوعیت د کرکټرونو د ژبې دی، خو یوبل مصنوعیت په فلم کې د ډيالوګ لیکوال ستونزه هم ده. حسین او امیر دوه  واړه  ماشومان دي او حسین خو لا بې سواده هم دی، خو خبرې او ډيالوګونه ورته دومره قوي لیکل شوي چې د لیدونکي شک راپاروي، ځکه له ماشومانو د داسې خبرو تمه نه شي کیدای شی، مثلاً یوه ځای کې وایي:

حسین : ما درته کله دروغ ویلي ؟ ( فارسي)

امیر : نه پوهېږم ، وایې یې؟ ( فارسي)

حسین: چې دروغ وایم خاورې به وخورم.

امیر : رښتیا همدا کار کوې؟

حسین: کوم یو کار؟

امیر : که درته ووایم خاورې خورې؟

حسین : که ته یې وغواړې نو خورم یې …. خو ته کله له ما داسې یو څه غواړې؟

امیر : لیونی شوی یې؟  …خپله پوهیږې چې نه .

 

یا د فلم بل مشهور ډيالوګ چې ورته وايي : امیره ! ستا لپاره زر ځله.

پورته ډیالوګونه د دوو ماشومانو ترمنځ دي چې عمرونه به یې ښايي دولس کاله وي، موږ ددې ټولنې د غړو په حېث په دې پوهیږو چې زموږ ماشومانو ( که تاجک وي که هزاره) چې په کوڅو کې پتنګان الوځوي نو دومره پخې خبرې نه کوي، هلته که پښتون اصف په خبرو کې (کوني) کلیمه کاروي او دا د افغان ماشوم فطرت ګڼل کیږي نو امیر او حسین په کومې سرپټې ټولنې کې رالوی شوي چې له ټولنې دومره په لوړه کچه کې دي، حال دا چې حسین خپله پوره بېسواده ښودل شوی دی، ما مخکې هم وویل لیکوال هڅه کړې چې ښه کرکټر ډېر ښه او بد کرکټر ډېر بد وښيي خو له بده مرغه دا مصنوعي هڅه یې هر افغان لیدونکی درک کولای شي. فلم کې هڅه شوې د حسین او امیر ملګري کلکه وښودل شي، اوس نو زموږ په ټولنه کې د ماشومانو د ملګرۍ معیارونه او ارزښتونه معلوم دي کنه، لیکوال هغه معیارونه او ارزښتونه نه دي پيژندلي او یوازې خپل ذهن یې چې ورته څه ویلي هغه یې انځور کړي دي، دا هر څه ښایي نړیوالو ته سم وبریښي خو هغه څوک چې له افغاني کلتور او ټولنې سره بلد وي پوهیږې چې دې فلم کې د افغاني ټولنې او کلتور مسخه شوې څېره انځور شوې ده.

 

ځای ( لوکیشن)

په فلم کې د افغانستان صحنې د چین په کاشغر سیمه کې اخیستل شوي دي، ځکه افغانستان کې امنیتي ستونزې ډېرې وې، د فلم لوکیشن ډیر خوندور دی، د کابل زوړ ښار ښه ښودل شوی دی، پېښور یې طبیعي انځور کړی یوازې په دې توپير چې د هر سړي خولۍ په سر وي، جنګ ځپلی کابل لوټې لوټې ښودل شوی دی، یوه جالبه صحنه یې دا ده چې امیر بېرته کابل ته راځي، نو په لاره کې معیوبین ولاړ وي، خپلې مصنوعي پښې یې لاسونو کې نیولي وي او موټروان ورته وایي چې دا پلوري.

د کابل پخوانی انځور هم خوندور دی، په یوه کوڅه کې پتنګان الوځول کیږي، د خلکو ګڼه ګوڼې، لباس دا هر څه ډير طبیعي ښکاري، خو ورسره ځينې ستونزې هم شته، مثلاً کورونو کې رنګه شیشي او ایر کنډیشنونه … دې ته ښايي د ډایرکټر فکر شوی نه وي، چې تر ۲۰۰۰ ز کال پورې په کابل کې رنګه شیشه نه وه، ایرکنډیشنونه زاړه نیشنل ښایي وو، خو AC Plants نه وو، دا نو هغه تخنیکي ستونزې دي چې ښايي د نړۍ ستر فلمونه یې هم ولري.

د دوو ټولنو توپیر:

بهر کې د افغانانو ژوند داسې انځور شوی لکه څنګه یې چې دلته کیسې کیږي، د امیر پلار دلته ښه کور، موټر او نوکران لري، خو بهر بیا په یوه پمپ کې کار کوي، یو سړی موټر کې تیل اچوي، موټر یې دده موټر ته ورته وي، دی یې وګوري، یوه شېبه ورته ځير وي، بیا ورته وایي، دا موټر ستا دی، هغه ورته وايي هو زما دی، دی ورته وایي ښه موټر دی، لیدونکي ته همدا ورښيي چې د امیر پلار ته خپل موټر وریاد شوی دی او  د تېر ژوند ارمان یې کړی دی.

بیا چې امیر کابل ته راشي او خپل پخواني کور ته لاړ شي، کور یې تش پروت وي، هغه ونې ته لاړ شي چې دوی دواړو پرې لیکل کړي وو، کوڅو کې وګرځي، هر څه وران ویجاړ پراته وي، رښتیا هم هیواد یوه وېروونکې څېره خپله کړې وي، دا هر څه نو په لیدونکو ژوره اغېزه کوي، خو دلیکوال دې بیا هم کور ودان وي، چې ددې ټولې ورانۍ عاملین یې طالبان ښودلي، حال دا چې د کابل څېره تر طالبانو دمخه نورو ښاغلو ورانه کړې وه.

 

د ماشوم ارزښت:

دا سمه ده چې زموږ په ټولنه کې ماشوم سره تریخ چلند کیږي، وړتیاوې یې نه لیدل کیږي، نه پالل کیږي، دې فلم کې دا یو پیغام شته چې ماشوم سره باید څنګه چلند وشي، رحیم د امیر هره وړه کړنه ستايي، خبرو ته یې ځواب ورکوي، د هغه لیکلې کیسه لولي او ستایي يې، وروسته چې د حسین زوی رستم ( د امیر وراره) امیر سره کاناډا ته ځي، هغوی هم ورته ډير ارزښت ورکوي او امیر پکې د هغه د ماشومتوب د ورور څېره ګوري او هماغه خبرې ورسره تکراروي.

اصلاً فلم ټول په همدې ماشوم راڅرخي او همدا خبره کیږي، چې د هغه ماشوم ژوند باید وژغورل شي. هر څه مثبت او منفي دواړه اړخونه لري، د فلم په پای کې د ستونزو د حل یوازینی لار تېښته ښودل شوی چې افغان باید له افغانستان وتښتي، که بهر لاړ شي ژوند یې ښه دی، په یوه صحنه کې د یتیم خانې سرپرست هم امیر ته وايي چې تاسره د خپل ماشوم غم دی، دلته زرګونه ماشومان پراته دي، ددوی غم به څوک وکړي؟ ددوی ژوند به څنګه ښه کیږي؟ یو حقیقت ښکاره کیږي چې د لویديځ انفرادیت ځپلی ژوند یوازې او یوازې د خپل ځان غم کوي، لکه د فلم په پای کې چې امیر خپل وراره له افغانستان بهر وباسي او یوازې همدا ورته مهمه وي چې ددې ماشوم ژوند باید وژغورل شي.

وروستۍ خبره :

له بده مرغه نړۍ ته په فلمونو کې زموږ ډير بدرنګ مخ ښودل شوی دی، له دې مخکې کابل اکسپرس هغه فلم و چې افغانان یې نړۍ ته وحشیان ور وپېژندل، زما د یوه فلم ستوري خبره یاده ده چې راته ویل یې ، هند کې راته خلکو ویل چې افغانستان کې ټیکسي شته؟ هلته خو خلک ټانکونو کې ګرځي… داسې په کایټ رنر کې هم ډېرې مصنوعي صحنې یا ددې لپاره انځور شوي چې لیکوال خپله عقده پکې سړه کړي او یا په دې خاطر چې د فلم لیدونکي يې یوازې بهرنیان په نظر کې نیولي او چې څومره یې وس شوی هومره یې ورته خپله ټولنه له هره پلوه ټيټه ورپېژندلې ده.

دا زموږ بدبختي ده چې بهر کې بیا همدا اثار زموږ (افغانانو) نماینده ګي کوي او له بهرني سره چې خبرې کیږي نو د افغاني ادب هره حواله به په همدې کایټ رنر درکوي. دوی به څوک پوهوي چې دا اثار زموږ له زاویې څومره ستونزې لري؟ زه خو په دې نظر یم چې د افغانستان لپاره تر ټولو ستر معیار افغان دی، حقیقت هغه څه دی چې دلته مېشت افغان یې ویني، نه هغه پروژوي او فرمایشي اثار چې نړۍ ته د افغانستان په نمایندګۍ په لویو پردو ښودل کیږي.

 

فلم پيژندنه :

نوم : The kite runner

لیک:  خالد حسیني

لارښود: Marc Forster

کال : ۲۰۰۷

موده : ۱۲۸ دقیقې

هیواد : امریکا

ژبه : فارسي

لګښت : ۲۰ میلیونه ډالر

کاروبار : ۷۳،۲ میلیونه ډالر

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام