له کندوزه خپاره شوي راپورونه وايي، چې د قومي او سیمه ییزو مشرانو په همکارۍ د کندوز – بدخشان پر لاره یرغمل شوي له یرغمل شویو کسانو نه ۸ تنه مسافران ازاد شوي دي. په کندوز کې د بدخشانیانو د شورا رییس محمد عالم وايي، چې دوی د بدخشان د قومي مشرانو، د سولې عالي شورا او دیني علماوو تر څنګ د کندوز د ولایتي شورا په مرسته له درېيو ورځو هڅو وروسته دغه مسافران راخوشې کړي دي.
د بدخشانیانو شورا د رییس پر وینا، شږ یرغمل شوي مسافران د کندوز له علي اباد او ۲ تنه د چهار درې ولسوالۍ نه راخوشې شوي دي.
د عالم په خبره، له طالبانو سره زیات مسافران بندیان دي او دې ډلې تر اوسه ۲ تنه وژلي هم دي.
له بل لوري د کندوز ولایتي شورا رییس محمد یوسف وايي، چې طالبانو ۲۸ تنه یرغمل کړي وو او تېره ورځ یې ۸ تنه ازاد شول. د کندوز د ولایتي شورا رییس زیاتوي، تر اوسه طالبانو له ۱۶ نه تر ۱۸ تنو پورې وژلي دي.
خو د کندوز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر د دې ۸ تنو د راخوشې کولو خبر نه تاییدوي.
د کندوز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي ساپي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د بدخشان ولایت د سولې عالي شورا رییس د دې ولایت د قومي مخورو په ګډون د کندوز له ولایتي شورا سره یوځای د چهار درې ولسوالۍ ته تللي وو، خو له طالبانو سره یې د کړيو خبرو په اړه څّه معلومات نه شته.
د کندوز ولایت د پولیسو مسوولان وايي، چې د مسافرانو ۸ تنه لا هم له طالبانو سره بندیان دي، چې د راخوشې کولو له پاره یې پرله پسې عملیات روان دي. د دوی په وینا، طالبانو تر اوسه ۱۲ مسافران وژلي دي.
په ورته وخت کې یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل، چې طالبانو د تېرې پنجشنبې په ورځ یو بل یرغمل شوی وګړی هم وژلی دی.