محمدعلي کلې د امریکا مشهور سوک وهونکی نن سهار (شنبې) د تنفسي ناروغۍ له امله د ۷۴ کلونو په عمر ومړ.
کلې په ۱۹۴۲ زېږديز کال کې د جنورۍ پر ۱۷د امریکا په کنتاکي کې وزېږد. په ۱۲ کلنۍ کې سوک وهنې ته شروع وکړه او په ۱۹۶۴ زېږديز کال کې یې لومړۍ اتلولي وګټله.
د سوک وهنې په میدان کې له ډېرې مبارزې او مډالونو په ګټلو د خپلې برخې په یوې اسطورې له بدلېدلو وروسته یې په ۱۹۷۹ زیږديز کې د جون پر ۲۷مه نېټه د سوک وهنې له نړۍ سره خدای په اماني وکړه. هغه په خپله ورزشي دوره کې ۵۶ لوبې ګټلي، ۵ یې بایللي او ۳۷ یې نک اوټ کړې دي.
کلې د لوبو ترڅنګ د ټولنیزو او مدني فعالیتونو له امله د نړۍ مشهوره څېره ګڼل کېدله. د تورپوستو پر سر مبارزه، د ویتنام د جګړې مخالفت او د دیني اقلیتونو په ځانګړي ډول د امریکا د مسلمانانو ملاتړ یې د مدني فعالیتونو په توګه د یادولو دي.
محمدعلي په ۱۹۸۲ زېږدیز کې د مرکزي عصبي غونډال (پاکینسون) په ناروغۍ اخته شو. خو تېره ورځ د تنفسي ناروغۍ له امله د اریزونا په روغتون کې بیستر شو او بلاخره نن سهار وختي ومړ.