افغانستان په فوټبال فیسټیوال کی درېیم مقام وګټلو

افغان ۱۴کلنې فوټبال ملي لوبډلې په دې سیالیو کې درېیم مقام وګټلو

د تاجکستان په کوربتوب د ۱۴ کلنو تنکیو ځوانانو فوټبال لوبډلو ترمنځ د فوټبال فیسټیوال په پنځو بریاوو سره د ایران فوټبال لوبډلې په اتلولۍ سره پاې ته ورسېد.

افغان ۱۴ کلنې فوټبال ملي لوبډلې په سیالیو کې د مخکې تګ پر ځای د تېرو کلونو په پرتله شاته تګ وکړ، چې په سیالیو کی په درېیم ځل ګډون سره په درېیم مقام ګټلو بریالۍ شوه.

د سیالیو په وروستۍ ورځ افغان ۱۴ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د تاجکستان له لوبډلې سره لوبه وکړه، چې د یادې لوبډلې په وړاندې یې د دویم ځل له پاره ماتې وخوړله.

له دې مخکې په لیګ کې هم د تاجکستان ۱۴ کلنې فوتبال ملي لوبډلې افغان ۱۴ کلنې فوټبال ملي لوبډلې ته ماته ورکړې وه.

د تاجکستان ۱۴ کلنې فوټبال ملي لوبډلې په اسیایي فیسټیوال فوټبال سیالیو کې له ایران لوبډلې وروسته  په څلورو بریاوو سره دویم مقام ترلاسه کړ.

دغو لوبو ته د ۹۰ دقیقو پر ځای ۶۰ دقیقې وخت ټاکل شوی و

افغان ۱۴ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د اسیا په فوټبال فیسټیوال سیالیو کې لومړۍ لوبه له هندوستانه او دویمه بیا له قرغزستان لوبډلې وګټله او ښه پیل یې کړی و، خو وروستۍ لوبې یې وبایللې.

له لومړیو دوو بریاوو وروسته افغانستان درېیمه لوبه د نیپال او څلورمه لیګ لوبه د تاجکستان فوټبال لوبډلې پر وړاندې وبایلله.

دغه رازافغان ۱۴ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د تاجکستان پر خلاف د دویم مقام له پاره په لوبه کې له ماتې مخکې د لومړي مقام ترلاسه کولو له پاره له ایرانۍ لوبډلې سره لوبه وکړه، چې له ماتې سره په کې مخ شوه او له دواړو لوبډلو وروسته په درېیم مقام ګټلو بریالۍ شوه.

افغانستان له دی مخکې په تېرو جامونو کې په لومړي ګډون د اتلولۍ جام، خو په دویم ګډون کې د فیسټیوال دویم مقام ترلاسه کړی و.

د تاجکستان په کوربتوب د اسیا فوټبال فیسټیوال سیالۍ رسمي اهمیت نه لرلو او هره لوبه د ۹۰ قانوني دقیقو پر ځای ۶۰ دقیقې وخت نیولو.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام