د بامیانو د پوهنې ریاست د فساد په دوسیه کې ککړ اشخاص مجازات شول

د بامیانو ولایت ابتدایه محکمه د دغه ولایت د پوهنې په ریاست کې د اداري فساد د سترې دوسیې له څېړلو وروسته پرون (سه شنبه، د مې په ۲۴مه) ورځ د دغه ریاست ۱۲ لوپوړي مامورین په ترتیب سره له ۱۵ ورځو تر ۶ کلونو بند باندې محکوم کړل.

همدا ډول د دې محکمې د څېړنو په پایله کې د پوهنې ریاست ۷ تنه نور مامورین په نقدي جریمو محکوم شول.

یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې د بامیانو ولایت د پوهنې ریاست رییس محمد رضا داد په  ۶ کلونو بند او له ۸ میلیونو په زیاتو افغانیو نقدي جریمې، د دې ریاست د پوهنې پخوانی رییس محمدعلي واثق په ۳ کلونو بند او له درې میلیونو په زیاتو افغانیو نقدې جریمې، د شېبر ولسوالۍ د پوهنې امر سلطان علی په شپږکلونو بند او نږدې د ۸ میلیونو افغانیو په نقدي جریمې، د ورس ولسوالۍ د پوهنې امر حسین علي په ۳ کلونو تنفیذي بند او د نږدې د څلورو میلیونو افغانیو د نقدي جریمې په پرېکولو محکوم کړل.

همدا ډول د کهمرد ولسوالۍ د پوهنې امر غلام دستګیر د جعلي اسنادونو د جوړولو په جرم، د پوهنې ریاست اداري مرستیال غلام حسین، د انساني سرچینو مدیر میرحسین، د ګومارنې مدیریت مامور بسم الله، د پوهنې د سوانحو مدیر محمد شریف او د پنجاب ولسوالۍ د پوهنې امر سیدجواد د وظیفوي بې غورۍ له امله له یوې میاشتې تر ۵ کلونو په تنفیذي بند او د نقدي جریمې په پرېکولو محکوم شوي دي.

د ابتدايي محکمې له خوا د فساد په دې دوسیې کې د بامیانو ولایت د ۶ تنو معلمانو نومونه هم شامل دي، چې په څو میاشتو بند او نقدي جریمې محکوم شوي دي.

دغې سرچینې سلام وطندار ته وویل، چې "د بامیانو د پوهنې ریاست د ستر فساد په دوسیه" کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د یو زرو ۱۰۰ تنو مامورینو نومونه ذکر شوي دي. ده وویل، چې له دې شمېره نه ۲۲۹ تنه خیالي استادان دي.

دغه لانجمنه دوسیه شاوخوا ۸ میاشتې مخکې د بامیانو ولایت د ابتدایه محکمې له لوري برابره شوه او په دې دوسیه کې کې نږدې ۹۰ میلیونه اختلاس شوی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام