
د سیاسي چارو ځېنې شنونکي وايي، چې د ملااختر محمد منصور وژل کېدل د طالبانو د تحریک د تیت پرک کېدو او نابودې معنا ورکوي.
په دې اړه سیاسي شنونکي محب شریف سلام وطندارته وویل، چې ملا منصور د طالبانو پخواني مشر ملامحمد عمر ته نږدې کس و او د ملاعمر له مړینې وروسته یې په "غښتلتیا" سره دوه کاله د طالبانو د تحریک مشري وکړه.
دی وايي، چې د ملامنصور مړینه به د طالبانو په ډلې منفي اغېز وکړي.
شریف زیاتوي، که د ملامنصور مړینه کره شي؛ ښايي د دې ډلې په عالي شورا کې هغه پخوانۍ پټې قومي او سیمه ییزې سیالۍ چې د امارت د واکونو پر سر موجودې وې؛ یو ځل بیا راپورته شي.
د ده په باور، څه وخت مخکې طالبانو د ملاعمر له ورور او د هغه له زوی ملایعقوب سره د تحریک روغه جوړه اعلان کړه، چې ښايي دغه اړیکې بېرته له منځه لاړې شي.
د دې شنونکي په اند، په اوسنیو شرايطو کې د طالبانو تحریک د ټوټه کېدو له سخت از مایښت سره مخ دی او د پخوانیو جهادي تنظیمونو سره د مسیر لارې ته ننوتی دی.
شریف د اوسنیو طالبانو تدبیر ته د شک په سترګه ګوري، چې ګواکي دوی ته د مخامخو لویو هر اړخیزو ګواښونو مخنیوی ونه کړای شي.
په همدې اړه د سیاسي او پوځي چارو شنونکی کابل خان تدبیر هم په دې باور دی، چې د ملا اختر محمد منصور وژنه له شک پرته د دوی پر ډولو منفي اغېز لري.
تدبیر د ملا منصور وژنه د طالبانو په منځ کې د ګډوډۍ پر رامنځته کېدو برسېره، د افغان حکومت پر ضد د بېلابېلو مسایلو د راپورته کېدو په معنا بولي.
د سیاسي چارو شنونکی کابل خان تدبیر زیاتوي، د ملااختر منصور وژنه د ملاعمر د مرګ په څېر ورته توطيه ده. پر وینا یې له دې وړاندې هم د کوټې په کوچ لاغ سیمه کې پر ملا منصور برید شوی و.
دغه راز، تدبیر وویل، چې له پرون راهیسې د ملامنصور د وژل کېدو خبره کېږي او دغه خبره قطر ته د ولسمشر محمد اشرف غني له سفر سره تړلې بولي، دی دغه کار د افغان سولې بهیر د تخریب له پاره جوړه شوې دسیه ګڼي.

په ورته وخت کې پخوانی طالب چارواکی سید اکبراغا بیا پخ بل نظر دی، وایي، د ملا اختر محمد منصور وژنه د طالبانو پرډلو هېڅ منفي اغېز نه لري.
اکبراغا د ملااختر محمد منصور د وژنې خبر تر ډېره اوازه بولي.
اوس پوښتنه دا ده، چې د ملا اختر محمد منصور وژل کېدل د څه ښکارندويي کوي؟
سید اکبراغا وايي، چې په افغانستان کې امریکا له ماتې سره مخ ده او په دې کار سره خپل ولس ته د بریا یوه بله پلمه جوړوي.
له بل لوري ارګ په خپرې کړې خبرپاڼې کې په ملااختر محمد منصور د بې پېلوټه الوتکې برید تایید کړی دی.
په همدې اړه د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن (یک شنبه) د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، قوي احتمال دی، چې د طالبانو مشر ملااختر محمد منصور د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی وي.
عبدالله زیاته کړه، چې د امریکا حکومت تېره ورځ افغان حکومت ته په دې اړه معلومات ورکړي وو.
نوموړي وویل، چې د ملامنصور د وژل کېدو په اړه به نور جزیات وروسته شریک کړي.
وسله والو طالبانو بیا د ده د وژل کېدلو خبرونه رد کړي دي.





