ولسمشر غني په دوه ورځني رسمي سفر قطر ته روان شو

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان  ولسمشر محمد اشرف غني د قطر د امیر اعلیحضرت شیخ تمیم بن حمدال ثاني په رسمي بلنه د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر د قطر پلازمينې دوحې ته روان شو.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال سلام وطندار ته وویل، چې ولسمشر غني په دې سفر کې د دوحې د ۱۶مې نړېواله ناسته کې، چې د " ثبات او هوساینه د ټولو له پاره " تر نامه لاندې ده ګډون وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې غني به د قطر د امیر او د هغه لومړي وزیر سره د کتنې ترڅنګ په دغه ناسته کې وینا هم وکړي.

د دواخان مینه پال پر وینا، ولسمشر به د قطر او افغان سوداګرو سره هم لیدنه ولري.

د یادولو ده، چې محمد اشرف غني به د قطر له سفر وروسته به راتلونکي دوشنبې په ورځ (می ۲۳مه) د چابهار بندر پرانیستلو په موخه ایران ته سفر وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام