نجیب الله ځدران د افغانستان کپتان وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا اخر هم نن سه شنبه (می۱۷مه) په یوه خبري غونډه کې د پاکستانې میلمه (حبیب بینک) لوبډلې خلاف سیالیو ته د افغانستان پرمختیایي کرکټ لوبډلې د کپتان معما پای ته ورسیده.

کرکټ بورډ په رسمي توګه اعلان وکړ، چې د پاکستان (حبیب بینک) لوبډلې خلاف به ۲ څلور ورځنیو سیالیو کې ځوان بیټسمین نجیب الله ځدران د پخواني کپتان نوروزمنګل ، پخواني کپتان حمید حسن، پخواني مرستیال کپتان جاوید احمدي او د ۱۹ کلنې لوبډلې پخواني کپتان ناصرجمال احمدزي په شتون کې کپتان وي، چې دا به یې په کورني او نړیوال کرکټ کې د کپتانۍ لومړی تجربه وي.

نجیب الله ځدران نن د کرکټ بورډ د چارواکو په شتون کې له میلمه پاکستانۍ حبیب بینک لوبډلې کپتان ټیسټ کرکټر عمران فرحت سره په خبري غونډه کې راښکاره شو.

د افغانستان پرمختیایي کرکټ لوبډلې کپتان نجیب الله ځدران په خبري غونډه کې وویل، چې د ځوانې لوبډلې کپتاني پر غاړه لري، خو د حبیب بینک لوبډلې خلاف ښې لوبې وکړي.

افغان کپتان له مینه والو وغوښتل، چې د کرکټ لوبو څخه د خوند اخیستلو او دواړو لوبډلو د هڅونې په موخه کابل کرکټ لوبغالي ته ورشي.

دغه راز په خبري غونډه کې د پاکستانۍ میلمه (حبیب بینک) لوبډلې کپتان ټیسټ کرکټر عمران فرحت د افغانانو او افغان کرکټ بورډ له میلمه پالنې مننه وکړه.

د نوموړي په وینا، کابل ته له افغان کرکټ لوبغاړو سره د کرکټ تجربو تبادله کولو په موخه راغلي دي او باور لري چې افغان کرکټ مینه وال به د دوی له سیالیو ښه خوند واخلي.

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ مشرانو په رسنیزه غونډه کی وویل، چې کابل د لومړي ځل له پاره د یوې بهرنۍ لوبډلې کوربه دی او تمه یې وښوده، چې ورسره به په افغانستان کې د نړیوالو سیالیو د کوربتوب کلتور ته وده ورکړي.

د کرکټ بورډ مشرنسیم الله دانش له پاکستاني کرکټ بورډ او حبیب بینک لوبډلې له چارواکو څخه مننه وکړه، چې افغانستان ته یې د مشهوره لوبغاړو په شتون کې لوبډله راولیږله او زیاته یې کړه، چې له ځان سره به ښې خاطرې پاکستان ته یوسي.

ټاکل شوې وه د دواړو افغان پرمختیايي او حبیب بینک لوبډلو ترمینځ سیالۍ د روانې (می) میاشتې په ۱۷ مه نیټه پیل شوې وای، خو اوس به دغه سیالۍ د ۱ ورځې په ځنډ سره سبا په کابل الکوزي کرکټ نړیوال لوبغالي کې په لومړۍ ۴ ورځنۍ سیالۍ سره پیل شي.

دواړو لوبډلو نن په کابل-الکوزي کرکټ نړیوال لوبغالي کې د سبا ورځې اوږدې ۴ ورځنۍ سیالۍ له پاره په کابل کې خپل تمرینات ترسره کړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام