دغه لاریون د روښنايي غورځنګ او یو شمېر مدني فعالانو له لوري پیل شو او له حکومته یې وغوښتل، چې له ترکمنستانه ۵۰۰ کیلو ولټه تېرېدونکې برېښنا باید له بامیانو تېره شي.
تمه کېدله، چې لاریونونه د کابل ښار له لسو مسیرونو څخه د ولسمشرۍ ماڼۍ پورې وغځېږي؛ خو د ناامنیو د جوړېدلو امله امنیتي ځواکونو ځای نیم خنډونه جوړ کړي وو.
لاریون د پولې سوخته سیمې څخه پيل، خو د کابل پولیسو د نواباد پُل آرتل سیمه کې پر سرکونو دوه کتاره کانټینرونو په واسطه د لاریونوالو مخه ونیوله او معترض کسان په دهمزنګ څلور لارې کې سره راټول شول.
لاریون کوونکیو پر ملي یووالي حکومت تور پورې کړ، چې د هېواد په پرمختګ کې انډول ته پام نه کوي او د خلکو ترمنځ قومي، سمتي او ژبنيو مسایلو ته لمن وهي.
لاریون کوونکيو ویل، تر هغې به خپلو مدني حرکتونو او اعتراضیه غونډو ته دوام ورکړي، چې دولت یې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي.
یو لاریونوال غلام علي سلام وطندار ته وویل، چې د برېښنا د مزو غځېدل ورته مهم نه دي، چې د ملي یووالي حکومت مشران یې له سالنګ که له بامیانو غځوي، بلکې نیوکه یې دا ده، چې حکومت ولس ته په یوه سترګه نه ګوري.
وړمه ورځ ولسمشر غني ویلي وو، هر هغه دولتي مامور که په لاریون کې ګډون وکړي، له دندې به یې ګوښه کړي، خو په ننني لاریون کې د سولې عالي شورا مرستیال کریم خلیلي او یو شمېر نورو پېژندل شویو څېرو ګډون کړی و.
لاریونوالو ته کریم خلیلي په خپلو خبرو کې وویل، چې دولت دې د وزیرانو شورا هغه مصوبه لغوه کړي، چې له ترکمنستانه ۵۰۰ کیلو ولټه بریښناییز مزي له سالنګ لارې تصویب کړې ده.
د غوايي پر ۱۱مه د وزیرانو شورا پریکړه کړې، چې له ترکمنستانه دې د ۵۰۰ کیلو والټه بریښناییز مزي له سالنګه تېر او بامیانو ولایت دې ۳۰۰ میګاواټه بریښنا ورکړل شي.
خلیلي دا هم وویل، چې له ترکمنستانه تېرېدونکې برېښنا باید له بامیانو تېره او د هېواد سوېل ختیځ او کندهار ته وغځول شي.
ښاغلي خلیلي زیاته کړه، چې د حکومت د تېرې ورځې د هغه ګومارل شوی کمېسیون پرېکړې نه مني، چې له ترکمنستانه د بریښنایي مزو د لانجې په څېړولو کې ارزونه کوي.
ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ له اعترضګر څو ورځې وخت ووغوښت او ۱۲ کسیز پلاوي ته یې د نده وسپارله، چې د دې لانجې له پاره ټولې لارې وڅېړي او د دوی د ارزونې پر بنسټ به دولت پرېکړه وکړي، چې له ترکمنستانه تېرېدونکې بریښنا له کومې لارې تېره شي.