ولسمشر: د نشه‌يي توکو له قاچاق وړونکو سره جدي چلند کېږي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن چهارشنبه (اپريل۴مه) په کابل کې د "هیلو ژوندي کولو" په نوم پر نشه یي توکو د روږدو کسانو درملنې او حرفوي زده کړو مرکز پرانیست غونډه کې د نشه‌یي توکو قاچاق وړونکو ته خبرداری ورکړ، چې له دې وروسته به له دوی سره جدي چلند کېږي.

ولسمشر غني وویل، هغه کسان چې د خپلو جیبونو ډکولو له پاره افغانان پر نشهيي توکو روږدي کوي باید له غوڅ چلند سره وشي او " موږ باید باوري و اوسو چې په ټولنه کې دې ښکارندې ته د پای ټکی کیږدو".

افغان ولسمشر محمد اشرف غني همدارنګه وویل، ددې ښکارندې اصلي عامیلن د نشهیي توکو تولیدونکي او قاچاق وړونکي دي او پر ضد به یې کوټلي ګامونه واخیستل شي.

هغه زیاته کړه: "دوی باید پر سر په سوک ووهو، د یو میلیارد ډالرو ګټو له پاره يې ۳ میلیونه افغانان قرباني کړي، مسوول هغه کسان دي چې د خپل جیب ډکولو له پاره خلک معتادوي او بدناموي يې".

غني وویل، چې اعتیاد یو نړیواله مسله ده او باید جدي ونیول شي، نړیواله ټولنه هم دده پروینا باید په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي،  ددوی وروستۍ سروې ښيي چې په تېر  ۲۰۱۵ م ز کال کې له ۲،۹ تر ۳،۶ میلیونه افغانان نشهيي توکي کاروي چې له دې ډلې له ۱،۵ تر ۲ میلیونه يې روږدي دي.

غونډې ته د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل، د افغانستان ۱۱ سلنه وکړي په نشو روږدي دي چې اصلي لامل يې نا امني، ترهګري، وزګارتیا، د نشهيي توکو تولید، قاچاق او په اساني سره د دغو توکو ترلاسه کېدل دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام