شپږو افغان ليکوالانو او شاعرانو ته ” د زري کړکي” جایزې ورکړل شوې

د افغانستان یو شمېر پېژندل شوي او منل شوي ادبپوهان او نقادان د "زري کړکي اکاډیمي" تر چتر لاندې هر کال د کتاب د نړيوالې ورځې په مناسبت (۲۳ اپریل) د افغانستان یو شمېر لیکوالو ته د مخورو سیاسي او فرهنګي شخصیتونو په حضور کې جایزې ورکوي.

په دغه سلسله کې نن شنبه د (اپرېل۲۳مه) دغه جایزې شپږو افغان ليکوالونو ته ورکړل شوې.

په دې شپږو لیکوالانو کې د سلام وطندار د پښتو څانګې مسوول طایر ځلاند ته هم د "زري کړکي اکاډیمي" له لوري جایزه ورکړل شوه.

په دې اړه په جوړې شوې غونډې کې ځېنو افغان شاعرانو او لیکوالانو وویل، چې حکومتي مسوولان دې د لیکوالانو په کارونه کې لاسوهنه نه کوي.

غونډي ته د لیکوالانو د ټولنې رییس محمد رضا محمدي وویل، چې په افغانستان کې لیکوالان او شاعران له پامه لوېدلي؛ خو بیا هم د دوی شمېر په زیاتېدو دی.

محمدي سره له دې، چې پر لوړپوړیو فرهنګي چارواکیو د دوی په چارو کې د لاسوهنې تور ولګولو؛ خو دا یې روښانه نه کړه، چې لوړپوړي فرهنګي چارواکي د لیکوالانو په چارو کې څه ډول لاسوهنه کوي.

په سږنيو جایزه اخیستونکیو افغان لیکوالانو او شاعرانو کې طایر ځلاند، یاسین نګاه، مصطفی هزاره، ادهم کاوه شامل دي.

شاعر او لیکوال طایر ځلاند له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې ده ته د نقد لیکلو او "ادب او تجربه" په نوم لیکل شوي کتاب په برخه کې زري کړکي جایزه ورکړل شوې ده.

ځلاند زیاته کړه، چې د کتاب نړیوالې ورځې نمانځنه دې تشریفاتي نه وي، باید په دې برخه کې به سیتسماتیکه توګه کار وشي او په کار ده، چې د کتاب لوستلو دود له پاره په ټول هېواد کې کار او زمینه برابره شي.

ځلاند وویل، کتاب هر څه دی او باید د مطالعې ارزښت ته کار وشي.

له بل لوري غونډه کې لیکوال نجیب منلي وویل، هغه شاعران او لیکوالان، چې د هنر، ملي یووالي، ادب، کلتور او د ولسواکۍ د ارزښتونو په لار کې کار کوي، دوی یې ستایي.

غونډې ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني وویل، چې وزارت يې ۲،۵ میلیونه افغانۍ د کتاب اخیستلو له پاره بېلې کړي، چې د هېواد پر بېلابېلو بنسټونو به يې ووېشي.

د جهاني پر وینا، ولسمشر ته يې وړاندیز کړی، چې د کتاب پلورونکیو له پاره په ښار کې یو ځانګړی ځای وټاکي.

د فبروري ۲۳ مه د کتاب له نړیوالې ورځې سره برابره ده، چې له پنځو کالو راهیسې هر کال په دغه ورځ کې ځېنې لیکوالانو او شاعرانو ته د زري کړکي په نوم جایزه ورکول کېږي.

یاده دې وي، چې د کتاب د غوره کولو شاخصونه، د نقادانو تر شخصي ارزونې او نظر ور اخوا پر دغو اصولو ولاړه ده.

د زري کړکي جایزه له ۱۳۹۱ م لمریز کال راهیسې ورکول کېږي او اوس یې د افغانستان په کلني ادبي فعالیت کې خپل ځای موندلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام