
د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبدلې یوه پخواني نامتو "ال راونډر عبدالرزاق" په خپله وروستۍ مرکه کې د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې اوسنی حالت د اندیښنې وړ یاد کړی.
د نوموړي په وینا، په وروستیو څو کلونو کې د پاکستاني کرکټ بورډ واګی د غیرمسلکي چارواکو په لاس کی و چې د پاکستان کرکټ یې ډیر وروسته پاتې کړی.
عبدالرزاق په مرکه کې د پاکستان په پرتله د افغانستان لوبډله پیاوړې یاده کړې، چې په وینا یې، ان په اوسني وخت کې دده په اند نړیوال کرکټ ته ننوتې نوې افغان کرکټ ملي لوبډله هم پاکستان ته ماتې ورکولای شي.
د یادونې وړ ده، چې افغان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۶ م ز کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې بهترینه لوبې وکړې، چې د نړیوال جام اتلې ویسټ انډيزۍ لوبډلې ته یې هم ماتې ورکړې او په نړیوال کرکټ کې یوه ځلانده راتلونکي ثبوت يې پریښود.
دغه راز پاکستاني کرکټ بورډ ته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني روزونکي انضمام الحق په ورتګ سره د ډیرو پخوانیو لوبغاړو زړونه یو ځل بیا را ژوندي کړیدي.
دانګلستان په کورنیو کرکټ سیالیو کې د بهترینه لوبو وروسته دپاکستانۍ کرکټ ملی لوبډلې یو ترټولو مشهوره ال راونډر عبدالرزاق لاهم د پاکستان لپاره دلوبیدو لیوالتیا لري.
د نوموړي په وینا چې هڅه به وکړي د پاکستان په کورنیو کرکټ سیالیو کې بهترینه لوبې وکړي او نړیوال کرکټ ته یو ځل بیا راتګ وکړي.

دیادونې وړ ده چې مشهوره ال راونډر عبدالرزاق د څه باندې ۲ کلونو راپدیخوا د پاکستان لپاره نړیوال کرکټ ندې ترسره کړی.
عبدالرزاق په خپله وروستۍ مرکه کې پخوانې تیزبالر او روزونکي وقار یونس د نوموړي او پاکستان کرکټ بربادولو یواځینې مجرم یاد کړې.
عبدالرزاق وایي چې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې ته د بهرني په ځاې د کورني روزونکي ډیره اړتیا ده چې اوسمهال اعجاز احمد او عاقب جاوید ددې دندې لپاره غوره ټاکنه ده.
دیادونې وړ ده چې دعبدالرزاق په شمول یو شمیر پاکستاني کرکټ ملي لوبغاړو په اعتراضي توګه له نړیوال کرکټ سره مخه ښه کړیده خو اوس ېې د بیرته راتګ تمې زیاتې شویدي.
عبدالرزاق د ۲۰۰۶ کال راهیسي د پاکستان لپاره ټیسټ ، له ۲۰۱۱ کال راهیسي د پاکستان لپاره ۵۰ اوریزه او له ۲۰۱۳ کال راهیسي د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې لپاره نړیوالې شل اوریزه لوبې ندې ترسره کړي خو لاهم د ډیرو کورنیو او بهرنیو کرکټ مینه والو په اند یو بهترینه لوبغاړې دې چې د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې په درد دوا کیدای شي.





