ولسي جرګه: خپل‌منځي اختلافات پريږدئ او د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړئ

د ولسي جرګې غړو په نننۍ عمومي غونډه کې د کابل ښار پرونی برید په کلکو ټکو وغندلو او له ولس او سیاستوالو يې وغوښتل، چې باید د امنيتي ځواکونو او اوسني نظام ملاتړ وکړي.

دغو غړو زیاته کړه، چې حکومتي مشران دې خپل‌منځي اختلافات پرېږدي او باید د ولس زړونه لاس ته راوړي.

د کابل په تېرې ورځې ځانمرګي برید کې څه باندې ۶۴ تنه مړه او شاوخو ۳۴۷ تنه ټپیان شول.

د دې جرګې غړي صالح محمد صالح وویل، که پرون هر څوک او په هرې ډلې پورې تړلي اشخاص وو، خو نن د دې وخت را رسېدلی دی، چې د نظام ننګه وکړو، د ملي امنیتي ځواکونو سره په خوا کې ودرېږو او د دې نظام د ړنګېدا مخه ونیسو.

صالح زیاته کړه، چې نه باید د افغانستان دښمنان خپلو موخو ته ورسيږي.

د ولسي جرګې ځېنو وکیلانو پر حکومت هم نیوکې وکړې او زیاته یې کړه، چې خپلې نیمګړتیاوې لرې کړي او دښمن ته وخت ور نه کړي، چې د عامو وګړیو وینې تويې کړي.

دوی د بلخ پر ځای ناستي والي عطا محمد نور هم غږ وکړ، چې له مخالفته تېر شي او د نظام ملاتړ دې وکړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې بل غړي انجینیر ذکریا وویل، هر هغه چا چې طالبانو ته ورونه ویلي وي، یا یې سیاسي مخالفين بللي وي؛ د طالبانو د تېرې ورځې برید یې مخې ته ننګ دی.

ده پر امریکا هم غږ وکړ، چې په تورلیست کې یې د طالبانو په شاملولو کې ناغېړي کړې ده.

نوموړي، هغه کسان خاینان وبلل، چې تورو ته تور او سپینو ته سپین نه وايي.

ذکریا ټینګار وکړ، چې دا واحد ملت باید په دا ډول اندېښنو او غمونو ونه وېشل شي د دې اندېښنو د ستونزو په مقابل کې باید د افغان ملي ځواکونو او نظام په ملاتړ ودرېږي.

د کابل د تېرې ورځې له خونړۍ پېښې وروسته، نه یوازې دا چې ولسي جرګه د امنیتي ځواکونو او نظام ملاتړ کوي، بلکې تېره ورځ د مشرانو جرګې غړیو هم له امنیتي ځواکونو او نظام د ملاتړ اعلان کړی و.

په ورته مهال کې په ډېرو ولایتونو کې هم د ملي ځواکونو د ملاتړ په پار لاریونونه او غونډې شوي او د کابل د تېرې ورځې برید یې په کلکو ټکو غندلی دی.

په لوګر ولایت کې هم  ولایتي شورا، علماو، قومي مخورو، مدني ټولنو او یو شمېر ځايي اوسیدونکو د یوې خبري غونډې په ترڅ کې په کابل کې د موټر بم او ځانمرګو په وسیله د شوي برید له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې غندنه وکړه.

خبري غونډې ته د لوګر د ولایتي شورا او ولسونو په استازولۍ ډاکتر عبدالولي وکیل وویل، چې د کابل پرونۍ پېښه د افغانستان په کچه یوه ستره غمیزه وه او د لوګر ولایت اوسیدونکي یاده پېښه په کلکو ټکو غندي.

وکیل پر ولسونو غږ وکړ، چې باید د تیرې ورځې د پېښې ځواب حکومت څخه وغواړي.

غونډې ته د لوګر والي محمد حلیم فدایي وویل، چې د تېرې ورځې برید په ولسي وګړو شوی او زیاته مرګ ژوبله هم ولسي وګړو ته اوښتې.

فدایي د افغانستان په ټولو ولسونو غږ وکړ، چې د دښمن پر وړاندې یو موټی او له امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړي.

له بل لوري د هرات والي محمد اصف رحیمي هم پرونی برید یو بشري جنایت بللی او په دې موخه يې د وینې د ورکړې کمپاین پېل کړی.

نوموړي زیاته کړې، چې د دا ډول ډلو سره سوله نه شي کېدای او حکومت باید ځان و نه غولوي.

هغه د ټولو جوماتونو له ملا امامانو وغوښتل، چې باید د جمعې په خطبه کې د ترهګریزو بریدونو پر ضد خبرې وکړي.

له بل لوري د افغانستان د مدني  ټولنې مجتمع د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پرونی برید غندلی او ویلي  یې دي، چې د جنګ په ډګر کې طالبانو ته ماتې ورکول د سولې خبرو اترو د بریالتیوب راز بلل کيږي او هڅه باید وشي، چې دغې ډلې ته د جنګ په مېدان کې شکست ورکړل شي.

دوی غوښتنه کړې، چې حکومت باید بندي لوړ پوړي طالبان اعدام کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام