زه په دې نظر یم چې هنري اثارو ته ډيره؛ بلکې د شهکار تر حده ښکلا هغه جزیات ورکوي، چې هنرمن د څرګندولو ځانګړې وړتیا ولري.

دا  جزیات په زرګرۍ کې ښه لیدل کیږي، مجسمه تراشان یې ښه څرګندوي، انځورګران یې ښه انځوروي او شاعران او لیکوالان یې ښه لیکي.

په دې ټولو سربېره ددې جزیاتو د ښه ښودلو یو مهم ډګر تمثیل ( سینما) هم دی. ځينې ممثلین داسې وي، چې د ډایرکټرانو په وینا کرکټر ته ور داخلیږي، دا دخول همدا حالت دی، چې ممثل د کرکټر په ټولو وړو جزیاتو پوه شي او نندارچیانو سره یې شریک کړي.

په هندي سینما کې داسې ډيرې ستوري شته، چې کرکټر ته د ورننوتلو وړتیا لري او همدې وړتیا یې ورته یوه ځانګړې پیژندګلوي ورکړې ده. له دې ډلې یو د هندي سینما ځلانده ستوری شاهرخ خان هم دی.

شاهرخ خان په یوه مرکه کې ویلي وو، چې د شهرت پیل یې له (ډر) نومي فلمه شوی دی، په ډر فلم کې د نورې کیسې تر څنګ یوه مهمه ځانګړنه د شاهرخ خان د خبرو انداز دی، د څېرې تاثر، د ویرې څرګندونه، غوسه او د ژبې نښتل هم دي.

دا فلم په ۱۹۹۳  کال کې جوړ شوی او د شاهرخ خان په وینا له همدې فلمه وروسته به چې کله په لاره روان وو؛ نو نجونو به ورپسې غږونه کول.

د ډر فلم نوم چې اخیستل کیږي؛ نو سمدستي ورسره د شاهرخ خان مشهور ډیالوګ ( I love you kkkkkkkkkk kiran) د انسان ذهن ته راځي. هسې خو دا یو معمولي ډیالوګ دی او ښایي ډيرو فلمونو کې ویل شوی وي؛ خو د شاهرخ په خوله ولې له ۲۳ کالو راهیسې ژوندی دی؟

ددې ۲۳ کاله ژوند یو علت هماغه جزیاتو ته تګ دی، چې ومو ویل اثر ته ښکلا وربښي، د شهکار تر حده یې رسوي او پيړۍ پيړۍ عمر ورکوي.

په ډر فلم کې دا ډيالوګ د داسې یوه انسان له خولې ویل شوی، چې ژبه یې نښلي او همدا ژبه نښتل د کرکټر هغه جزیات دي، چې ښايي ډير انسانان یې یوه عادي ځانګړنه وګڼي او هيڅ پام ورته ونه کړي.

زه خپله د شاهرخ خان د یوه مینه وال په حیث د شاهرخ خان هم دا ځانګړنه خوښوم او ښايي همدې ځانګړنې له عادي شاهرخ خانه نن د بالیوډ سوپر سټار جوړ کړی وي.

په وروستیو فلمونو کې (My Name is Khan) هغه فلم و، چې د شاهرخ فلمي شخصیت یې يو ځل بیا وځلاوه . هسې خو د شاهرخ خان هر فلم په هندي سینما کې یوه لاس ته راوړنه وي او نمانځنه یې کیږي، خو ځينې فلمونه داسې وي، چې د هندي سینما تر څنګ په نړۍ کې هم یو شور جوړ کړي.

په یاد فلم کې د کیسې لیکلو کریډیټ لیکوال ته ځي، خو د خان کوم رول چې شاهرخ لوبولای دا رښتیا هم چې د یوه ستر هنرمن کار دی او د داسې رول لوبولو لپاره باید همداسې یو ممثل وټاکل شوي.

په دې فلم کې هم شاهرخ د یوه معیوب انسان رول لوبوي، خو د همدې معیوب انسان رول یې په دومره جزیاتو درک کړی او بیا لوبولی چې انسان یې په لیدو ګوته په خوله پاتې کیږي او د هغه کرکټر په اړه یو نوی فکر رامنځته کیږي.

په داسې فلمونو کې چې ډېرې خبرې پکې د ډيالوګونو پر ځای په څېرو، خبرو، تاثراتو او کړنو کیږي، لیدونکي ته له کیسي غوره یو بل څه ورکوي او هغه د کرکټر پيژندګلوي ده.

کله کله آن ویلای شو، چې لیدونکی خپله د فلم کرکټر ته ورننوځي، کیسه د کرکټره له سترګو وویني او هغه څه حس کړي چې کرکټر په کیسه کې حس کړي وي.

همداسې فلم د انسان په زړه کې ځان ته یو ځای جوړ کړي، انسان ته د لید یوه نوې زاویه ورکړي، انسان ته د خپلوۍ یو حس ورکړي او بیا چې انسان څومره ژوند کوي، هغه اثر هم ورسره په هماغه اندازه ژوند کوي.

دا هر څه یوازې د هغو جزیاتو له کبله شونې وي، چې هنرمن ورته د پنځ یا تخلیق پر وخت پام کوي، درک کوي یې او مخاطب ته یې په هماغه صداقت ور رسوي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام