تېره ورځ (شنبې) په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیسکي د اجراییوي رییس له لومړي مرستیال انجینیرمحمد خان سره په لیدنه کې ویلي وو، چې د افغانستان د سولې له خبرو ملاتړ کوي. د سیاسي چارو د شنونکیو په باور، روسیه په منځنۍ اسیا ځانګړی نفوذ لري او کولی شي، چې په سیمه کې راغلو بدلونونو ته هر ډول لوری وټاکي.
د سیاسي چارو کارپوه لطیف نظري له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې روسیه د افغانستان له شماله، منځنۍ اسیا ته د ناامنیو له لېږده وېره لري، ځکه خو په دې هڅه کې ده، چې د افغان دولت وسله وال مخالفين د سولې خبرو ته حاضر کړي.
د نظري پر وینا، روسان د سیمې په کچه په بدلونونو کې له چینایانو ډير فعال دي او په افغانستان کې د ترهګرو په منځ کې ډېر نفوذ لري. د نظري په باور، روسیه ځکه د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي، چې په سیمه کې له خپل نفوذ نه کار واخلي او دوی ته متوجې کېدونکي ګواښونه له منځه یوسي.
مخکې له دې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې روسیه د ترهګریزو ډلو، په ځانګړي ډول د طالبانو ملاتړ کوي.
د سیاسي چارو شنونکی فاروق بشر هم وايي، چې روسیه په افغانستان او سیمه کې د امنیت د خپل ځان په ګټه بولي، ځکه خو د افغان دولت د سولې په خبرو اترو کې د ګډون ډېره لېوالتیا لري.
د بشر په خبره، روسیي تر اوسه د طالبانو پر وړاندې جنګي خوا نه ده نیولې او په همدې دلیل کولی شي، چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.
د دې کارپوهانو په نظر، روسیې تل افغانستان د امنیتي کړنلارې په توګه د سیمې په کچه یو مهم ځای ګڼلی دی او په افغانستان کې یې د مهمو امنیتي تدابیرو په پار وړاندیزونه کړي دي. روسیې په ۲۰۱۶ زېږديز کال کې په سیمه ییزو بدلونونو باندې د څار ترڅنګ، د افغانستان په شمال کې د داعش د نفوذ پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.