
د کورنیو چارو وزارت څخه سلام وطندار ته لاس ته راغلي شمېرې ښيي، چې د روان (۱۳۹۵م ل) کال په لومړۍ میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو لویو لارو کې یوازې ۷۶ تنه د ترافيکو پېښو له امله وژل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت د ترافيکي پېښو عمومي مدیر عبدالطیف خېر خواه سلام وطندار ته وویل، چې د افغانستان په بېلابېلو لویو لارو کې ۱۳۶ پېښې رامنځته شوي، چې د دغو پېښو له امله ۷۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳۱ نور ټپیان شوي دي.
خېرخواه د ترافیکي پېښو دلیل په لویو لارو کې د موټر چلوونکو بې پروايي او غېر معیاري سرکونه بولي.
نوموړی زیاتوي، چې د ترافیکو ادارې د ترافیکي پېښو کموالي او د موټر چلوونکو کنټرول په موخه پلان جوړ کړی.
د کورنیو چار وزارت د ترافیکي پېښو عمومي مدیر نشهيي موټر چلوونکو په اړه د مسافرانو شکایت په تړاو سلام وطندارته وویل، چې وروسته تر دې که موټر چلوونکي د موټر چلونې پرمهال نشه وي د ترافیکو له خوا به و نیول شي، د موټر چلونې جواز يي ځنډول کیږي او موټر چلوونکي عدلي طب ته به ور و پېژندل شي.
هغه زیاته کړه، چې د دوی د پلان له مخې به په نشو روږدی موټر چلوونکی به د یوې ځانګړې وسیلې له مخې و پېژني او و يې ازمايي.
خیرخواه زیاته کړه، چې د لویو لارو د کنټرول پلان به د لویو لارو امنیتي پولیسو په مرسته په نږدې راتلونکې کې به پلي شي.
د افغانستان لويې لارې تېرکال هم د زړه بوږنونکو پېښو شاهدې وې، چې د دغو لارو یو شمېر مسافرینو د موټر چلوونکو له بې پروايي او په ځینو مواردو کې د نشه کولو څخه شکایتونه کول.
افغانستان هغه هېواد دی، چې ځايي اوسېدونکي يې د ځانمرګو بريدونو له امله زیات تلفات ورکوي، خو پټه دې پاتې نه وي، چې په دې وروستيو کې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله ترافيکې پېښې هم له خلکو قرباني اخلي.





