په بدخشان کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ښوونځي فعاله شول

د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په کیب سیمه کې وسله والو طالبانو غونډه کړې او ښوونځیو ته یې اجازه ورکړې ده، چې تعلیمي کال پیل کړي.

وسله والو طالبانو پرون ورځ (سه شنبې) په یوې اعلامیې کې له خلکو غوښتي دي، چې خپل اولادونه دې ښوونځیو ته واستوي.

په دې اړ د بدخشان د امنیه قوماندانۍ د پولیسو د امنیت امر سخي دادخان وايي، چې دغه ډله وسله وال طالبان زده کوونکو ته په ښوونځیو کې ترهګریز افکار ورښيي.

سخی دادخان د طالبانو ترولکې لاندې سیمو کې د ښوونځیو پرانیستل تاییدوی، خو وایي، چې درسي بهیر په منظم ډول نه تدریسیږي او د طالبانو د نظر وړ ملاړیان ښوونځیو ته ورځي او خپلې موخې تدریسوي، دی زیاتوي، چې د نجونو د زده کړو په اړه تراوسه کوم بندیز نشته.

په دې اړه د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي سلام وطندارته وویل، چې طالبانو یو کس د قاري محبوب الله په نامه د پوهنې د مسوول په توګه ټاکلی دی او د دوی ترولکې لاندې سیمو کې د ښوونیزنظام څارنه کوي.

د ولایتي شورا د دې غړي په وینا، د طالبانو ترولکې لاندې سیمو کې ښوونځي پرانیستي دي او تراوسه یې په درسي مضمونونو کې کوم تغیرنه دی راوستلی.

دی وايي، طالبان د نجونو په ښوونځیو واک لري او وخت ناوخت د دوی د کنټرول  له پاره په ښوونځیو ګرځي.

وموغوښتل په دې اړه د بدخشان د پوهنې ریاست نظر ترلاسه کړو، خو د پرلپسې اړیکو له نیو سره، سره چا مو اړیکه ځواب نه کړه.

له دې مخکې وسله والو طالبانو د افغانستان په ځېنو ولایتونو کې ښوونځي سوزولي وو، خو دا ځل یې په بدخشان ولایت د تعلیمي کال له پیل نه ۱۶ ورځې وروسته په ښوونځیو کې د درس اجازه ورکړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام