.jpg)
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني تیره ورځ شنبه (مارچ۲۶مه) له خپلې دندې استعفا ورکړه او استعفا يې هم د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا و منل شو.
د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې افغان ولسمشر د نورستاني استعفا منلې او د نوموړي د استعفا دلیل يې هم د ټاکنیزو لانجو د حل او د هیواد د ښه راتلونکي له پاره یو مهم ګام بللی دی.
د اجرایوي ریاست د یو سلاکار له قوله ځینې رسنیو لیکلي، چې نورستاني استعفا نه دی کړی، بلکې له دندې ګوښه کړای شوی دی.
نورستاني له استعفا وروسته یو شمیر کسانو په خپلو پاڼولیکلي، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی رییس د یوې سیاسي معاملې پربنسټ له خپلې دندې استعفا کړی او کیدای شي، چې په یو بهرنی هیواد کې د یو هېواد سفیر په توګه وټاکل شي.
په همدې حال کې سیاسي شنونکی یونس فکور په دې اند، چې نورستاني د یوې سیاسي معاملې او د اجرایه ریاست د فشارونو له امله استعفا ته اړ کړی شوی دی، او ښايي په کوم هیواد کې د سفیر په توګه وټاکل شي.
فکور د ټاکنیزو لانجو د حل له پاره د نورستاني استعفا یو ښه ګام بولي او وايې، که اجرایه ریاست نور کمیشنران هم په درغلیو تورنوي باید په رسمي توګه يې پرضد دعوا وکړي او د محکمې له خوا دغه موضوع وڅیړي.
په ورته وخت کې فکور د ټاکنو خپلواک کمیسیون د راتلونکي په اړه اندیښمن لري او وایي، چې د ملي یووالي حکومت مشران هڅه کوي، چې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې خپل کسان ځای پرځای کړي، چې که دا کار وشي راتلونکي ټاکنې به هم له ناورین سره مخ کړي.
.jpg)
د سیاسي چارو بل شنونکی کبیر رنجبر هم په ورته نظر دی او وایي، چې د ملي یووالي حکومت مشران هڅه کوي، څو د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د خپل ټیم کسان ځای پرځای کړي.
رنجبر د ملي یوالی له حکومته غواړي، چې د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د جدي سمون له پاره په دغه کمیسیون کې د مسلک او ژمنتیا له مخې کسان وګوماري نه د خپلو ډلو او شخصي ګټو په موخه .
د ټاکنیز سمون بهیر څو ځلې له ستونزو سره مخ شو په وروستي ګام کې ولسمشر د ټاکنیز سمون په موخه تقنیني فرمان صادر کړ ، چې د دغه فرمان پر بنسټ د غوراوي کمیټه د ۵ دولتي او دوه مدني بنسټونو له استازو به جوړيږي او دغه کمیټه به د ټاکنو خپلواک کمیسیون احتمالي کمیشنران د ټاکلو له پاره ولسمشر ته معرفي کوي.





