ديني عالمان په خوست کې د افراطیت پر ضد د مبارزې ستراتيژي جوړوي

د افغانستان د خوست ولایت څخه رارسېدلي راپورونه وايي، چې په دغه ولایت کې ديني عالمانو د افراطیت پر ضد نوې مبارزه پېل کړې او په دغه مبارزه کې د افغانستان ديني عالمانو سره ځينې د اسلامي هېوادونو عالمان هم شامل دي.

یوې غېر دولتي ادارې سلام وطندار ته ویلي، چې د نړۍ د ځينو اسلامي هېوادونو د ديني عالمانو په ملتيا يې په افغانستان کې د افراطيت پرضد مبارزه پيل کړې او تر اوسه يې مبارزه مثبته نتیجه هم ورکړې.

د سولې او پيوستون له پاره د همکارۍ په نوم د غيردولتي ادارې مسوولين وايي، چې دوی په دې هکله دوه ورځني کنفرانس جوړ کړی و، چې د دغه اسلامي کنفرانس څخه يې يواځنی هدف د تشدد او افراطیت پر وړاندې جدي مبارزه ده.

ویل کيږي په دغه کنفرانس کې، چې نن پنجشنبه(مارچ۲۴مه) پای ته ورسېده شاوخوا ۳۰۰ نارینه او ښځینه مدني فعالانو، مذهبي او قومي مشرانو او دولتي مامورينو ګډون کړی و.

د یادې ادارې مسوول نجیب ساحل وايي، موخه يې دا ده چې  څنګه له افراطيت د مخنيوي له پاره مبارزه او پلان (ستراتيژي) جوړ او بیاپه ټول افغانستان کې پلي کړي.

نجيب ساحل زیاتوي، چې په دغو کنفرانسونو کې د اسلامي نړۍ له ځينو هېوادونو څخه مشهورو ديني عالمانو ته هم د ګډون بلنه ورکړې وه او د افراطيت پرضد د مبارزې پر مهمو لارو چارو له افغان ديني عالمانو سره بحثونه درلودل.

د مصر يو ديني عالم دوکتور محمد احمد، چې د خوست په په دغه "اسلامي کنفرانس" کې ګډون درلود سلام وطندار ته وویل، چې په افغانستان کې د افراطيت پرضد مبارزه يوه ضروري اړتيا ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د اسلام دین خلک له سختۍ څخه نرمۍ ته رابولي او انسان هر وخت بايد نرم واوسي، ځکه د نوموړي په وینا، په هر شي او هرځای کې تشدد کول ددې لامل ګرځي، چې انسانان له سختۍ او بالاخره له ځانوژونو سره مخ کړي.

خو د ځينو کارپوهانو په باور د عامه پوهاوي له پاره داسې او نور کنفرانسونه هغه مهال ګټور ثابتېدای شي، چې پرلپسې تعقيب، مثبت او منفي اړخونه يې وسنجول شي.

د ویلو ده، چې د سولې او پيوستون له پاره د همکارۍ په نوم ياده شوې غيردولتي اداره په کال ۱۹۹۶ ميلادي کې جوړه شوې او د دغې ادارې د مسوولینو په وینا، تر اوسه يې په هېواد کې د شخړو په هواري او دغه راز د افراطيت پرضد مبارزه کې مهم رول لوبولی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام