د امریکې ولسمشر له ۸۸ کلونو وروسته کیوبا ته لاړ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د کیوبا هاوانا ته ورسېد.

دغه هېواد ته د امریکا ولسمشر سفر له ۸۸ کالونو وروسته لومړنۍ سفر دی.

د وروستي ځل له پاره د امریکا ولسمشر بارکلوین کولیج دغه هېواد ته تللی و.

ټاکل شوې ده، چې ولسمشر اوباما په دغه دوه ورځني سفر کې د کیوبا له ولسمشر راول کاسټرو سره لیده کاته وکړي او په سیاسي او سوداګریزو موضوعاتو بحث وکړي.

د امریکې ولسمشر له خپلې کورنۍ سره دغه هېواد ته ورغلی دی.

نوموړي دغه سفر یو فرصت او تاریخي سفر یاد کړی دی.

اوباما نن ماښارم له کاسټرو سره لیدل کوي او ټاکل شوې، چې د خپل سفر د پایلې په اړه په یو خبري کنفرانس کې هم ګډون وکړي.

شاوخوا ۵۴ کالونو کېږي، چې امریکا په کیوبا هېواد اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

شنونکي په دې باور دي، چې کیوبا ته د بارک اوباما سفر به د دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه والي او د بندیزونو په لرې کولو مثبت تاثیر ولري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام