د سوريې په مذاکراتو کې “فډرالیزم” د کړکېچ لامل شوی

د سوريې په شمال کې د کردانو له پاره د نیمه خپلواک یا فډرالي نظام  له وړاندیز وروسته د دغه هېواد د سولې خبرې اترې په درېیمه ورځ له کړکېچ سره مخ شو.

دغه وړاندیز د سوري کردانو له خوا شوی دی.

په دې وروستيو کې په سوریه کې د دغه هېواد ۵ کلن جنګ ته د پای ټکي اېښودو په هدف خبرې اترې روانې دي او داسې هيلې موجودې وې، چې د سوريې څخه د روسي ځواکونو وتلو وروسته د دواړو غاړو ترمنځ ډز بند اعلان شي او د امریکا او روسيې په ډيپلوماټیکو هڅو سره د سوريې کړکېچ پای ته ورسول شي.

د ملګرو ملتونو سازمان هم هیله درلوده، چې د امریکا او روسيې هېواد په همکارۍ په سوریه کې د جګړې پر دواړو غاړو فشار راوړي، ترڅو د خبرو اترو میز ته حاضر شي.

څو ورځې وړاندې په سوریه کې کردي حزبونو اعلان وکړ، چې دوی د دغه هېواد په شمال کې د فډرالي حکومت د جوړېدو له پاره پر يو پلان کار کوي.

د سوريې د موکراتیک اتحاد ګوند غړی نواف خلیل وايي، چې د دوی د حزب غړي د کردانو له پاره نه، بلکې د ټولې سوريې له پاره فډرالي نظام غواړي.

د امریکا متحده ایالات او ترکیه هم نه غواړي، چې په سوریه کې دې د کردانو له پاره فدرالي نظام جوړ شي.

د سوريې د دولت استازي رییس بشار جعفري په سوریه کې د فدرالي نظام له جوړېدو سره د مخالفت ترڅنګ وايي، چې دوی نه غواړي د اپوزیسیون له استازو سره مخامخ خبرې اترې وکړي.

هغه ویلي، چې دغه وړاندیز د کردانو له خوا شوی او دوی اوسمهال د داعش ډلې سره مبارزه کوي او دوی د کلونو راهیسې د سوريې یوه برخه وه.

له بل لوري د سوريې د بهرنيو چارو وزیر ولید معلم د غربي هېوادونو او ملګرو ملتونو مشرانو ته وویل، چې دمشق به هيڅکله هم په خپل بحث کې د فډرالیزم موضوع شامله نه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام