
د ولسي جرګې په نننیو داخلي ټاکنو کې یوازې د دې جرګې منشي د یادې جرګې له غړو څخه د تاید رایه ترلاسه کړه.
د ولسي جرګې منشي څوکۍ ته عبدالروف انعامي او فریده حمیدي نوماند و، چې میرمن حمیدي ۵۸ تایید او انعامي بیا په ۱۱۷ تاییدي رایو وکولای شو، چې ۵۰+۱ پوره کړي او د ولسي جرګې د منشي په توګه په کار پېل وکړي.
په همدې اړه د ولسي جرګې لومړي مرستیال څوکۍ ته نوماند ظاهر قدیر۸۰ ، میرویس یاسیني ۵۱ ، حفیظ منصور ۲۹، عبدالقادر ځاځي ۲۹ د تایید رايې ترلاسه کړلې او ټاکنې د ظاهر قدیر او میرویس یاسیني ترمنځ په دویم پړاو کې ترسره کیږي.
دغه راز، د ولسي جرګې د نایب منشي څوکۍ ته نوماند عرفان الله عرفان ۱۰۵ د تایید رایې روبابه پرواني ۴۰ او وږمه صافۍ بیا ۳۶ د تایید رایې ترلاسه کړلې چې یوه نوماند هم ۵۰+۱ و نه شوای کړای، چې د ولسي جرګې له اداري څوکیو یو ته ورسيږي.
د منشي نایب ټاکنې د عرفان الله عرفان او روبابه پرواني ترمنځ دویم پړاوته لاړې، چې عرفان ۱۰۵ او میرمن پرواني ۴۰ تاییدي رایې واخیستې.
دا په داسې حال کې ده، چې د اساسي قانون له مخې د ولسي جرګې د ټولو غړو کاري موده پای ته رسېدلې او د قانون سره سم باید اوس نوي وکیلان د ۵ راتلونکو کلونو له پاره راغلي وای.





