له ۳ څخه تر ۵ زرو ترهګر د اروپا خاورې ته داخل شوي

د اروپا د پولیسو رییس راب وینرایت وايي، چې له ۳ څخه تر ۵ زرو ترهګر د کډوالو په جامه کې د اروپايي هېوادونو له سرحدونو تېر شوي او اوسمهال د اروپا په بېلابېلو سيمو کې میشت شوي دي.

نوموړي د یوې الماني ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال وویل، چې اروپايي هېوادونه د تېرو لسو کلونو په پرتله تر ټولو خطرناک امنيتي حالت کې قرار لري.

وینرایت همدارنګه زیاته کړه، چې ترهګر لکه داعش وسله واله ډله په اروپايي هېوادونو کې د سختو خونړیو بريدونو پلانونه لري.

هغه اروپايي هېوادونو ته د عراقي او سوري کډوالو په جامه کې د داعش ډلې او نورو ترهګرو د راتګ په باب هيڅ ډول اسناد وړاندې نه کړل.

په همدې حال کې څو ورځې وړاندې هم د بريتانیا پخوانی دفاع وزیر "فاکس لامي" د داعش ډلې له موجودیت څخه اندېښنه ښودلې وه او ویلي وو، چې د دغو ترهګرو ډلو زیات وګړي د سوري کډوالو په جامه کې اروپايي او نورو هېوادونو کې ځای پرځای شوي دي.

د جرمني د ځانګړې قطعې رییس هم تېره میاشت ۱۰۰ داسې جرمي اثار پیدا کړي و او همدغو اثارو پر بنسټ يې اعلان وکړ، چې په جرمني کې هم د داعش ډلې جنګيالي راغلي او غواړي په دغه هېواد کې ترهګریز فعالیتونه وکړي.

یاده دې وي، چې د امريکا د فدرال د تحقیقاتو رییس (ایف، بي، اې) هم د دغه هېواد مشرانو جرګې ته ویلي وو، چې داعش د چاپ یو پرمختللی ماشین په دیرالزور سیمه کې لاس ته راوړی، چې د هغه په وسیله جعلي سوري تذکرې او پاسپورټونه چاپوي او د دغو سندونو په وسیله ځان امريکايي او اروپايي هېوادونو ته رسوي.

په دې وروستیو کې د کډوالو بحران له امله اروپايي هېوادونو ته د ترهګرو ننوتلو، جرمونو، او تروریستي بريدونو په اړه اندېښنې زیاتې شوي.

له دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې د داعش ډلې جنګيالي د ترکيې هېواد ته رسېدلي او کډوالو په جامه کې غواړي اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام