برینډن مکولم وروستۍ نړیواله لوبه کې کرکټ لوبغاړو ته نوی ریکارډ پرېښود

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې کپټان برید کوونکی پیټسمین برینډن مکولم د خپل نړیوال کرکټ وروستۍ لوبه تاریخي ثابته کړه.

نوموړي د اسټرالیا خلاف د خپل نړیوال کرکټ وروستۍ ټیسټ لوبه کې د ټیسټ کرکټ تاریخ چټکه سلیزه د نیتن لیون خلاف دیوې سترې شپږیزې په وهلو سره جوړه کړه او په دې سره یې اوسنیو او راتلونکو کرکټرانو ته یو نوې ریکارډ کېښود.

مکولم په داسې ستونزمنو حالاتو کې نه یواځې د یوه کپتان په توګه خپله لوبډله له ستونزو وژغورله ترڅنګ یې په ټیسټ کرکټ کې تاریخ جوړ کړ، چې نیوزیلینډ د اسټرالیا خلاف لوبه کې یواځې په ۷۴ منډو کې خپل ۴ لومړي لوبغاړي له لاسه ورکړي وو.

دغه برید کوونکي لوبغاړي یواځې په ۵۴ بالونو د ټیسټ کرکټ چټکې سلیزې له پاره د ویون ریچرزډ ز او مصباح الحق په ګډه د تېزې سلیزې ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ.

دا هغه ریکارډ وو، چې کالونه مخکې په ۱۹۸۶ کال کې ویسټ انډيزي ویون ریچرډز په ۵۶ بالونو جوړ کړی وو؛ خو په ۲۰۱۴ م کال کی پاکستاني کپټان مصباح الحق داسټرالیا خلاف په همدومره بالونو برابر کړ.

برینډن مکولم د وروستۍ ټیسټ لوبې په لومړي وار ټولټال یواځې په ۷۹ بالونو د ۲۱ څلوریزو او ۶ شپږیزو په مټ ۱۴۵ منډې جوړې کړې او وسوزې ده.

نیوزیلینډې کپټان مکولم د نیوزیلینډ کرکټ په تاریخ کی دوهیم لوبغاړی شو، چی په خپله وروستۍ ټیسټ لوبه کې د سلیزې په جوړولو بریالی کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د مکولم وړاندې سویلي افریقایي جیک کیلیس هغه وروستې کرکټر وو، چې ۲۰۱۳ م کال کې یې په خپله وروستۍ ټیسټ لوبه کې د سلیزې په جوړولو له نړیوال کرکټ سره مخه ښه کړی وه.

مکولم د خپل نړیوال کرکټ ۱۲ مه سلیزه جوړه کړهو چې د مارټن کرو د ۱۷ خو د روز ټیلر او کین ویلیمسن د ۱۳-۱۳ سلیزو وروسته دریم نیوزیلینډې مخکښ سلیزه جوړونکې دی.

که څه په خپله په نیوزیلینډ او په نړیواله کچه د کرکټ او د دغه مشهوره لوبغاړي مینوال له نړیوال کرکټ څخه د مکولم په پرېکړه خوښ نه دی خو روانه ټيسټ لوبه یې د نړیوال کرکټ وروستۍ لوبه ده.

دغه برید کوونکې بیټسمین چی په خپله کپټانۍ کې د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې په شل اوریزه ، یو ورځنیو او ټیسټ لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې لوړ او تاریخي مقام ته ورسوله او د اوسني کرکټ یو بهترینه کپټان شمېرل کېږي.

برینډن مکولم اوسمهال ۳۴ کاله عمرلري په ۲۰۰۲ کال کې د نیوزیلینډ له پاره نړیوال کرکټ پیل کړ، چی د خپل هېواد په ګټه د ۱۰۰ ټیسټ ، ۲۶۰ یو ورځنیو او ۷۱ شل اوریزه لوبو لوبولو ویاړ لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام