په شمال کې د مقاومت شورا د جوړېدلو تر شا د روسانو لاس دی

د سياسي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې په اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر د ځانګړي استازي احمدضیا مسعود وروستي هڅې به خطرناکې پایلې ولري.

دوی زیاتوي، چې په دې وروستيو کې د افغانستان شمالي ولايتونو ته د احمد ضیا مسعود د سفرونو د موخې تر شا د روسانو لاس دی.

د ویلو ده، چې احمد ضیا مسعود غواړي د طالبانو د نوي جنګي فصل له پاره په شمالي ولایتونو کې د مقاومت په نوم یوه نوې شورا جوړه کړي.

همدارنګه نوموړي، څو ورځې وړاندې د حکومت پر کړنو هم نيوکې وکړې، چې لوړ پوړي حکومتي چارواکي له طالبانو سره د جګړې په هکله ځانګړې ستراتيژي او برنامه نه لري.

په اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړي استازي د سولې پر خبرو اترو د نيوکو ترڅنګ زیاته کړه، چې دغه خبرې اترې لا په خپلو لومړيو پړاونو کې دي.

ده پخواني جهادي قومندانانو ته امر وکړ، چې باید د خپل ځان د دفاع او وسله والو طالبانو د بریدونو له پاره چمتووالی ونیسي.

د سياسي چارو ځينې کارپوهان په دې اند دي، چې اوس احمد ضیا مسعود د روسانو په ملاتړ غواړي افغانستان په دوو برخو وویشي.

 د دې ښکارندويي کوي، چې روسان غواړي افغانستان په دوو برخو وویشي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد اسحق اتمر سلام وطندار ته وویل، چې روسان غواړي په منځنۍ اسیا کې د داعش ډلې مخه ونیسي.

د هغه په وینا اوس روسیه غواړي، چې د هغو کسانو سره اړيکې ونیسي، چې د دوی له مفکورې سره برابر چلند کوي او ځينې راپورونه هم خپاره شول، چې روسيې د ځينو پخواني جهادیانو سره هم ليدنې کړي.

د هغه په وینا، د روسيې د نوي پلان له مخې به افغانستان په دوو برخو شمالي او جنوبي زونونو وویشل شي او دا کار به د طالبانو په ملاتړ کوي.

د دغه سیاسي کارپوه په وینا، کله چې روسیه په دې بریالی شو، نو پر شمالي ولايتونو به خپل تسلط زیات کړي په همدې ډول دغه هېواد ته د ترهګرو د را دننه کېدو مخه ونيول شي.

د سياسي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل هم په دې باور دی، چې روسیه غواړي د شمالي ټلوالې له پخوانيو قومندانانو سره خپلې اړيکې یوځل بیا ورغوي او افغانستان په دوو برخو وویشي.

هغه وايي، چې د ده د راپورونو له مخې اوسمهال د ځينو پخواني جهادي قومندانانو سره هم ليده کاته شوي، چې د جګړې او وسلو پېسې به هم روسان ورکوي.

د اسلامي ګوند مشر عبدالهادي ارغنديوال وايي، چې دی او ګوند يې د ملیشو جوړولو سره سخت مخالف دی.

د هغه پر خبره د مجاهدینو له نوم څخه نه باید ناوړه ګټه واخیستل شي.

بل خوا د ولسي جرګې غړی ظهیر سعادت بیا وايي، چې احمد ضیا مسعود خلکو ته دا ویل غواړي، چې ګوندې حکومت د دوی په امنیت ټينګولو کې پاتې راغلی او باید دوی خپله خپل امنیت ټينګ کړي.

هغه د روسانو له لوري د افغانستان د ویشنې سره کلک مخالف دی.

د ویلو ده، چې له څو ورځو راهیسې د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود د هېواد شمالي ولایتونو په سفرونو بوخت دی او خلکو او پخوانيو مجاهدینو ته په سترو غونډو جوړولو کې بلنه ورکوي.

مسعود خلکو ته خبرداری ورکړ، چې په راتلونکي اوړي موسم کې به امنیت زیات خراب شي او حکومت به د امنیت خوندیتوب توان و نه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام