سنګین د ۴۰ وسله والو په وژلو سره له سقوطه بچ شوه

تېره شپه د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د دولت ۴۰ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

د هلمند ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمان سرجنګ سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، دوی دغه عملیات د دې ولایت په شمالي او جنوبي ولسواليو کې هغه مهال پلان کړل، چې وسله والو طالبانو غوښتل چې سنګین ولسوالي سقوط کړي.

سرجنګ وویل، چې دغه عملیات یې تېره شپه د سنګین ولسوالۍ په ګڼ مېشتو طالبي سیمو کې کړي، چې په پایله کې یې ۴۰ وسله وال وژل شوي دي.

د سرجنګ پر وینا، په دغو عملیاتو کې زیات کار له هوايي ځواکونو اخیستل شوی دی، ځکه خو یې طالبانو ته ډېره مرګ ژوبله اړولې ده.

د هلمند امنیه قوماندان افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات ورنه کړل، خو مني، چې دوی ته هم کم تلفات اوښتي دي.

وسله وال طالبان بیا په دغو عملیاتو کې خپلې خوا ته اوښتي زیانونه نه مني او وايي، چې له تېرې شپې راهیسې یې په ګڼو امنیتي پوستو بریدونه کړي او په لسګونو امنیتي ځواکونه یې وژلي دي. خو د هملند چارواکي یې بیا دغه ادعا ردوي.

په وروستیو میاشتو کې هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د خونړۍ جګړې خبرونه ورکړل شوي، چې آن ځېنو چارواکیو د دغه ولایت د مهمو ولسوالیو د سقوط خبرداری هم ورکړی و، چې له امله یې ولسمشر محمد اشرف غني جبار قهرمان د دفاع وزارت د مرستیال په توګه مقرر کړ او د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د کابو کولو له پاره یې ولېږلو.

د امریکا پوځ تېره اونۍ اعلان وکړ، چې د افغانستان سوېلي هلمند ولایت ته د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره شاوخوا ۵۰۰ سرتېري لېږي. د امریکا د پوځ ویاند ویلي، دغه ځواکونه د هلمند د امنیت ساتلو، ملاتړ او په دې ولایت کې قول اردو ته د سلا مشورو له پاره استول کېږي.

هلمند د افغانستان جنوب کې يو له نا امنه ولايتونو ګڼل کېږي، چې په تېرو څو کلونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په کې ډېرې جګړې شوې دي.

سنګين د طالبانو له پاره د اکمالاتو د رسېدلو حياتي لاره ده، چې د افغانستان خونړۍ تاوتريخوالي ته اوبه ورکوي.

سنګین ولسوالي پر دوه لارې پرته یوه ستراتیژیکه ولسوالي ده، چې د شمالي هلمند له پاره د دروازې حیثیت لري.

طالبانو ته د اوښتو زیانونو په اړه دا خبر په داسې مهال ورکول کېږي، چې ولسمشر محمد اشرف غني، دا مهال د مونشن په ۵۲ امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره جرمني ته تللی دی. ولسمشر غني پرون جمعه په دې کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، تر هغې چې د ترهګرۍ د عواملو پر له منځه وړلو کار ونه شي؛ د دې پدیدې پر ضد هر ډول هڅې به بشپړې نه وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام