.jpg)
د تېرې شپې (دوشنبه) په نیمايي کې له سلو زیاتو اعتراض کوونکو په ښار کې له پولیسو سره نښته وکړه او د نن ورځې تر سهار پورې یې دوام وکړ.
نښته هغه وخت را منځته شوه، چې پولیسو د هانګ کانګ ښار له ګنې ګونې په ډلې سیمه کې د خوړو پلورونکو د کار مخه ونیوله.
دولتي چارواکي له دې مخکې د ګرځنده پلورونکو په اړه چې کاري جواز نه لري، چندان پام نه ورته کاوه، خو دا ځل پولیسو د دوی د کار مخه ونیوله.
د پلورونکو پر وینا د پولیسو ناسم چلند او سپکې سپورې د خلکو غوسه راوپاروله.
د عیني شاهدانو پر وینا، اعتراض کوونکیو په لومړیو کې په قهرجنه لهجه د دولت او پولیسو پر ضد شعارونه ورکول. خو ډېر ژر د خلکو له منځه بوتلونه او د اورلګونې کوچني بمونه واچول شول او اعتراض په تاوتریخوالي بدل شو. پولیسو د دغو اعتراض کوونکیو د غلي کولو له پاره له هوايي ډزو، اوښکو بهوونکیو غازو او اوبه ویشتونکیو توپانچې نه استفاده وکړه.
د سي اېن، اېن د راپور له مخې، پولیسو د دغه تاوتریخوالي په اړه ۲۴ تورن کسان نیولي دي. په دغه نښته او ګډوډۍ کې ۴۸ پولیس او خبریالان ټپيان شوي دي.
د هانګ کانګ پولیسو په یوه خبري غونډه کې ډاډ ورکړی دی، چې د ښاري امنیتي وضعیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی او حتا د اورلوبې مراسم به هم د پروګرام له مخې پیل شي.
اورلوبه، د چینیانو د نوي کال د مراسمو یوه برخه ده.
د هانګ کانګ زیاتره پولیس په توپانچو سمبال دي. خو په دغه اووه میلیوني ښار کې له وسلو نه استفاده کول بیخي نادره خبره ده.





