ولسمشر محمد اشرف غني نن (چهارشنبه) کندهار ته تللی و او هلته یې د خلکو سره ژمنه وکړه، چې کندهار ته به د ټاپي ګازو نل لیکي تر څنګ له هرات ولایت څخه تر سپین بولدک پورې ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا مزې هم ور وغځول شي.
غني وویل، کندهار ته د ۲۰۰ میګاواټه سولري برېښنا په ورکول کار پیل شوی دی.
ده وویل، د بودیجې چارې یې بشپړې شوي دي او داوطلبي یې روانه ده، چې دغه برېښنا به له غزني څخه ګندهار ته وغځول شي.
افغان ولسمشر د کندهار ولسونو ته وویل، چې په میوند او پنجوايي ولسوالیو کې ۱۲۰ میګاواټه برېښنا تر کار لاندې ده او په دې سره به د خلکو د ستونزو زیاته برخه حل شي.
غني همدا ډول وویل، چې ډېر ژر به له پاکستان څخه کندهار ته د رېل کرښې د جوړولو چارې پیل شي.
ده زیاته کړه، چې په دې سره به د خلکو اقتصادي او سوداګریزې ستونزې حل شي.
د کندهار ولایت د ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، سپین ږیرو او مدني ټولنو ولسمشر ته د خپل ولایت شته ستونزې ور واورولې او د حل غوښتنه یې وکړه.
د کندهار ولایتي شورا رییس د خلکو په استازيتوب له ولسمشر نه وغوښتل، چې د کنداهار ولایت د برېښنا ستونزه دې حل کړي او په دې برخه کې دې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
دوی له افغان ولسمشره د جامع عمر جوړلو، احمدشاهي واټ رغولو، پوهنتون ته پاملرنه، او د برېښنا ستونزو په اړه غوښتنې وکړې.
د کندهار خلکو ولسمشر ته وویل، چې وزګارتیا کړولي دي او د ځوانانو له پاره دې د کاري زمېنې برابرولو له پاره اساسي کارونه وکړي.
د کندهار خلکو په وار وار سره شکایت کړی وو، چې دوی په ۴۸ ساعتونو کې ۷ ساعته برېښنا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د برېښنا شرکت د ارزونې له مخې د کندهار ښار د تنویر او د صنعتي فابریکو د فعالیت له پاره ۱۵۲ میګاواټه برېښنا ته اړ تیا لري.