ماليې وزارت د غزني د ۲۰ هنرونو د راژوندي کولو ۱۷ میلیونه نه ورکوي

د غزني ولایت د سوداګرۍ او صنایعو ریاست مسوولان وايي، چې ماليې وزارت د دې ولایت د لاسي صنایعو ریاست ۱۷ میلیونه ډالره اختصاص شوې پیسې نه مني. دغه پیسې د وزیرانو په شورا کې د ۱۳۹۴ کال له بودیجې څخه په غزني کې د ۲۰ لاسي هنرونو د راژوندي کولو له پاره اختصاص شوې وې.

د غزني ولایت د سوداګرۍ خونې او صنایعو رییس حسین عارفي سلام وطندار ته وویل، چې څو ځلې یې له مالیې ورازت نه غوښتنه کړې ده، چې دوی ته د ۱۷ میلیونو ډالرو په اړه معلومات ورکړي، خو د دغه وزارت ځوابونه په هېڅ ډول د منلو وړ نه وو.

عارفي وايي، د دې پیسو له جملې نه ۱۰ میلیونه ډالر، د قالینو د اوبدلو صنعت، تار جوړولو او رنګ امېزۍ او ۷ میلیونه یې، مسي صعنت، خامک، چپن ګنډلو، ګلیم اوبدلو او جوال اوبدلو ته ځانګړې شوې وې.

د غزني د سوداګرۍ او صنایعو رییس وايي، چې اوسمهال د دغه ولایت د لاسي صنایعو خام مواد پاکستان ته ځي او د هغوی په ګټه کارول کېږي. د ده پر وینا، هره ورځ د غزني ۱۰ ټنه پشم پاکستان ته صادرېږي او د دغه هېواد د رسي جوړونې صناعت کې ترې کار اخیستل کېږي.

د عارفي پر وینا، په غزني کې په لاسي صنایعو پانګونه، د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې تر څنګ، خلکو ته د کاري زمینې اسانتیاوې پیدا کوي.

غزني ولایت په مسي صنایعو، چرمي صنایعو او د قالینو په اوبدلو کې ځانګړی شهرت لري، چې د رنګارنګ ښایسته نقشونو په لرلو سره د مسکو او واشنګټن بازارونو ته لېږدول کېږي.

اوس مهال د دغو صنایعو ځای د پاکستان او چین هېواد څخه وارد شویو پلاستیکي لوښو نیولی دی او دغه صنعت تش په نوم د یو کسب په ډول پاتي دی.

امیر محمد چې له عمره پوخ دی او د نیکونو له وخته د مسي صنعت کار کوي. نوموړي اوس مهال د پانګې نه لرلو او د دې صنعت د بازار نشتوالي له امله په خپل کور کې دغه صنعت مخ ته وړي.

امیر محمد په خپل لاس جوړ کړي لوښي د پلورلو له پاره بازار ته را وړي وو، ده شکایت وکړ، چې اوس دغه لوښي بازار نه لري.

دی وايي، چې څو کالونه پخوا د ده ملګرو د حکیم صاحب په بندر کې شاوخوا ۱۰۰ هټي او د زوړ ښار په سیمه کې د مسي صنعت ۲۰ هټي لرل.

د ده په خبره، د کار ټول لوښي به دغو مس ګرو جوړول او هیڅ ډول لوښی به له بهر څخه نه راوړل کېدل. ده وویل، خو نن سبا یوازې ټول بازار کې د مسي کولو صنعت درې دوکانونه پاتې دي او بس.

د غزني ولایت معماري او لاسي صنایع یو وخت نړیوال شهرت لرلو او د غزنویانو د لرغوني کلتور استازتوب یې کولو. خو نن ورځ دغه ټول هر څه د غزني د بازار او صنعت کمه برخه تشکیلوي.

د غزني ولایت صنعت ګران اندېښنه لري، چې که چېرې له دې مسلې حکومت ملاتړ ونه کړي؛ نو د دغه ولایت لاسي صنایعو کار به له منځه لاړ شي.

موږ د غزني د سوداګرۍ او صنایعو ریاست د ۱۷ میلیونو ډالرو د غوښتنې په اړه له مالیې وزارت سره اړیکه ونیوله، خو د هغوی دلیل دا و، چې دوی په دې اړه له یاد ریاست سره خبرې کړي دي. دا چې کوم ډول خبرې؛ په دې اړه یې څه ونه ویل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام