
د بنګله دېش په کوربتوب د یولسم پړاو ۱۹ کلنو پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالۍ تېره اونۍ دویم ځل له پاره د کرکټ نړۍ د ۱۶ بهترینه لوبډلو ترمنځ پیل شوې.
په دې سیالیو کې افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله هم لوبېږي، چې دوی به له پاکستان ، سریلانکا او کاناډا ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلو په وړاندې به په (ګروپ) کې لوبې وکړي.
سیالي د دفاعي اتلې سویلي افریقې په ماتې سره پیل شوې، چې د کوربه لوبډلې بنګله دیش لخوا یې د ۲۴۰ منډو په توپیر د اوپنر لایم سلیزې سره سره په ۱۹۷ منډو وسله کېښوده او په ۴۳ منډو یې ماته ومنله.
په دې سیالیو کې ګډون کوونکې لوبډلې په ۴ ګروپونو ویشل شوي دي، چې د راتلونکي فېبرورۍ میاشتې تر ۱۴ مې نېټې به د اتلولۍ ترلاسه کولو په موخه لوبې ترسره کړي.
په دې سیالیو کې سویلي افریقه له خپلې تېرې اتلولۍ څخه دفاع کوي، چې ۲۰۱۴ م کال کې یې په عربي اماراتو کې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره اتله شوې وه.
د کرکټ نړیوالې شورا د پلان له مخې به دا ځل د یوولسم پړاو ریکارډ ۲۰ لوبې د تلویزون په پرده کرکټ مینه والو ته خپرې شي.

د لیګ سیالیو پرمهال به د سر په سر څلورم ځل له پاره د نولس کلنو په نړیوال جام سیالیو کې لوبېدونکې د افغانستان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې هیڅ کومه لوبه په تلویزون کرکټ مینه والو ته ونه ښودل شي.
د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د نولس کلنو کرکټ نړیوالې جام سیالۍ د لومړي ځل له پاره په ۱۹۸۸ کال کې داسټرالیا په کوربتوب پیل او پاې ته ورسېدې، چې تراوسه په کې هندوستان او اسټرالیا ترټولو زیاتې درې ـ درې اتلولۍ ګټلي دي.
د ۱۹ کلنو په کرکټ نړیوال جام سیالیو کې بیا ۲ ځلې پاکستان ، یو ځل انګلستان او د وروستي ځل له پاره په ۲۰۱۴ م کال کې سویلي افریقې لومړۍ اتلولي وګټله.
تراوسه د ۱۹ کلنو په ۳ نړیوال جامونو کې افغانستان لوبې ترسره کړي دي، چې د ترسره شویو ۱۸ لوبو څخه یې ۷ لوبې ګټلي او ۱۱ یې بیا بایللي دي.
د ۱۹ کلنو په نړیوال جام سیالیو کې په ۲۰۰۲ کال کی د کینیا خلاف د اسټرالیا لخوا د ۴۸۰ ترټولو زیاتې خو د همدې اسټرالیا خلاف په ۲۰۰۴ کال نړیوال جام کې د سکاټلینډ ۲۲ منډې ترټولو کمې منډې شمېرل کېږي.





