د کندوز د سقوط عاملین اوس هم له طالبانو سره مرستې کوي

د کندوز له سقوط وروسته حکومت د دې پیښې څیړنې له پاره یو کمیسیون وټاکه او ولسمشر غني هم د دغه کمیسیون موندنو پر بنسټ په یاد ولایت کې د ځينو سمونونو په موخه یو شمیر لوړپوړي چارواکي یې له دندو ګوښه کړل.

خو له دغه سمونونو  سره سره  لا هم د ملي اردو مسوولین په دې اړه بیلابیل لیدلوري لري.

د پوځ مرستیال لوی درستیز جنرال مراد علي مراد، چې د کندوز په بیرته نیلو کې یې د امنیتي ځواکونو قومانداني پر غاړه درلوده وایي، د ښار دننه هغه کسان، چې د کندوز په سقوط کې یې ونډه درلوده مجازات شوي نه دي او لا هم له طالبانو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.

د مراد پر وینا، دا ډله د کندوز د بیا سقوط طرح لري.

که څه هم مراد علي مراد د دغو کسانو هویت نه دی څرګند کړی، خو ویلي یې دي، چې د پوځ اړوند چارواکي دغه کسان پیژندلي او جنرال محي الدین غوري ته یې دنده سپارلې، چې له خپلې ډلې سره یوځای یاد کسان تر څارنې لاندې ونیسي.

د پوځ مرستیال لوی درستیز خبرداری ورکوي، که چیرې دغه کسان پر پلان شویو اقداماتو لاس پورې کړي کمانډو ځواکونه دنده لري، چې د شپې له خوا یې ښکار کړي.

هغه وايي، د ۲۰ مې فرقې قومندان ته يې دنده سپارلې، څو پر دغې موضوع کار وکړي.

په همدې حال کې د کندوز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي، کشفي څانګې په دغه ولایت کې پر کمزورۍ تورنوي او وایي، هغه کسان چې د  کندز په سقوط کې یې لاس درلوده اوس  په خپلو کورنو کې دي او د دغه ښار ثبات ګواښي.

د هغه پر خبره اوسمهال هم د کندوز وضعیت په سره کرښه ده او د ښار په شاوخوا کليو کې طالبان فعالیت کوي.

د کندز ولایتي شورا دغه غړی وایي، چې دمګړۍ امنیتي ځواکونه د کندز څلور دروازې ساتي، خو د دی ولایت په شاوخوا کې د ترهګرو ځپلو له پاره تراوسه هیڅ پوځي خوځښت نه دی لیدل شوی.

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام