د امام صاحب ولسوالۍ ځنګلونه د وسله والو پر پټن ځایونو بدل شوي

د کندوز ولایت امام صاحب ولسوالۍ د هېواد په شمال کې له تاجکستان سره پرپوله پرته ده چې د آمو سیند غاړې او د امام صاحب یوشمېر سیمې ځنګلونو پوښلې دي.

ددې ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکي وايي له تاجکستان سره پولې ته څیرمه ځنګلونه بهرنیو او کورنیو وسله والو د ماینونو جوړلو، د ځوان نسل له پاره د دولت پرضد روزنیز پروګرامونو او ځان مرګو پرمرکز بدل شوي دي.

دغه راز، دوی وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د جګړې او د افغان ملي ځواکونو د توپونو د ډزو له امله ۲۰۰۰ کورنۍ له خپلو ځایونو بې ځایه شوې دي.

په دې اړه د سیمې اوسیدونکو سلام وطندارته وویل، چې ځنګلونه د وسله والو طالباانو پر مرکزونو بدل شوي او همدلته روزل کیږي ځانمرګي هم له همدې ځایه راځي.

د کندوز امنیه قوماندان جنرال محي الدین غوري هم مني، چې د امام صاحب ځنګلونه د وسله والو طالبانو پر مرکزونو بدل شوي دي، خو زیاتوي چې دغه پټن ځایونه به ډير ژر له منځه یوسي.

له بل لوري د امام صاحب ولسوال امام الدین قریشي وايي چې ددې ولسوالۍ پر ۴۰ سلنه سیمو واک لري او زیاتوي که د وسله والو پر ضد ژر عملیات پیل نه شي دې سیمو ته به سرخوږی جوړ کړي.

وسله والو طالبان د کندز مرکز د سقوط پرمهال دا ولسوالۍ هم د لنډې مودې له پاره نیولې وه.

ددې ډلې غړي د امام صاحب برسېره یوشمېر نورو سیمو کې هم فعالیت کوي او چارواکي اوسنی موسم  د دوی د له منځه وړلو له پاره مناسب بولي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام