د پاک -افغان سوداګریزې خونې: په اسلام اباد کې د سولې له خبرو ملاتړ کوو

د افغانستان او پاکستان ګډې سوداګریزې خونې استازو نن کابل کې د خبري غونډې پرمهال اعلان وکړ، چې ټول افغاني او پاکستاني سوداګر د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

دوی وايي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي لانجو له امله سوداګر هم  زیانمن شوي دي.

د افغانستان او پاکستان سوداګریزې خونې پخواني رېیس خان جان الکوزي غونډې ته وویل، هرکال به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۲ میلیارده ډالرو ته رسېده، چې اوس مهال ۷۰۰ میلیونوډالرو راټيټه شوې.

الکوزي زیاته کړه، چې سوداګر د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

هغه  زیاته کړه، چې" په یو غږ له افغانستان او پاکستان څخه غواړو چې د سولې په راوستو کې ريښتنِ ګام واخلي او د اسلام اباد له غونډې ملاتړ کوو."

په همدې اړه د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو ستونزو هواري ګډه خونه چې تېر یونیم کال پورې یې مشري خان جان الکوزي کوله او یونیم کال نور به ددې خونې مشري د پاکستاني زبیر موتي ولا پرغاړه وي.

په خبري غونډه کې موتي ولا هم ټينګار وکړ، چې پاکستان او افغانستان باید اقتصاد له سیاست را وباسي ځکه پر وینا یې اقتصاد د دواړو هېوادونو په ګټه دی.

 ده وویل، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سیاسي اړیکې د دې دواړو هېوادونو سوداګري زیانمنه نه کړي.

بل خوا د سوداګرۍ وزارت معین مزمل شینواري غونډې ته وویل، چې افغان سوداګر د کراچۍ په بند کې خورا زیاتې ستونزې لري.

شینواري خبرداری ورکړ، که په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ستونزې هوارې نه شي دوی به یې د بدیل لاره ولټوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام