د افغانستان خلاف د پرله پسې سختو ماتو او اتلولۍ بایللو وروسته د زمبابوی کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان خلاف خپله بی وسي ومنله.
د لوبې په پای کې د زمبابوی لوبډلې کپتان ایلټن چیکومبرا وویل، چې د افغانستان خلاف په وروستۍ دومه نړیواله شل اوریزه لوبه کې د محمد شهزاد محمدي د لوبې هیڅ ځواب یې نه درلود.
شهزاد محمدي په یوه تاریخي او ریکارډ ماتوونکې لوبې کې افغانستان ته نه یواځې د زمبابوې خلاف دويمه لوبه په اسانۍ سره وګټله ترڅنګ یې ۲ د صفر بریا په وړاندې افغانستان د اتلولۍ جام هم ترلاسه کړ.
په سیالۍ کې زمبابوی کرکټ ملي لوبډلې افغانستان ته د لومړۍ لوبې کولو بلنه ورکړه، چې د افغانستان او شهزاد محمدي له خوا په ورین تندي ومنل شوه او په خپله بلنه یی پښیمانه کړه.
افغانستان په لومړي وار کولو سره د شهزاد محمدي د ۱۱۸ ناسوځیدلو منډو په مرسته په پوره ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۲۱۵ منډې جوړې کړې.
په ځوابي لوبه کې که څه هم همیلټن مساکدزا د نورو سیالیو په څیر ښکلی لوبه وکړه خو زمبابوی په وار وار لوبغاړي له لاسه ورکړل او ټوله لوبډله ېې په ۱۹ م اور کې په ۱۳۴ منډو وسوځیده او په ۸۱ منډو ستر توپیر سره افغانستان ته تسلیم شوه.
د لوبې په پای کې شهزاد محمدي په سلیزه د لوبې او دغه راز د سیریز غوره لوبغاړی، مساکدزا غوره بیټسمین او دولت ځدران بیا غوره بالر اعلان شو.
محمد شهزاد محمدي د افغانستان کرکټ په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو، چی په نړیواله شل اوریزه لوبه کې سلیزه جوړوي او په ټولیزه توګه ۹ م بیټسمین شو چې په کمو ۳۸ نړیوالو شل اوریزه لوبو کې تیزترینه ۱ زر منډی پوره کوي.
دغه راز شهزاد محمدي د کرکټ نړۍ په دویمه درجه لوبغاړو کې هم د شل اوریزه لوبو مخکښه بیټسمین مقام ترلاسه کړ.
د یادونې وړ ده، چې د شهزاد محمدي ۱۱۸ ناسوځیدلې منډی د ارون فینچ د ۱۵۴، برینډن مکولم ۱۲۳ او فف ډوپلیسیس ۱۱۹ منډو وروسته د شل اوریزه لوبو تاریخ څلورم مقام لرونکې زیاتې منډې وشمېرل شوې.
افغانستان ته د اتلولۍ ګټلو وروسته شهزاد محمدي په خپلو خبرو کی وویل چی ځانګړی پلان نه لري، یوازینۍ هڅه یې هربال له میدان نه بهر ګوزار ول دي، شارجه یی د خوښی میدان دی، دا یې دلته په خپل کوربتوب وورستۍ لوبې وې؛ ځکه نور به د خپل کوربتوب لوبې په هندوستان کې ترسره کوي.
برید کوونکې بی رحمه اوپنر بیټسمین زیاته کړه چې هڅه به وکړي په راتلونکې ایشیا کپ او شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې هم ښې لوبې وکړي.
په همدې حال کې بختور کپتان اصغرستانکزي هم د خپلو لوبغاړو او په ځانګړې توګه د ځوانانو د لاسته راوړنو ستاینه وکړه.
کپتان ستانکزي ټټر وواهه چې راتلونکو ۱۰ کلونو کې به افغان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړۍ هرې لوبډلې ته ماته ورکړي.