د حکومت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن دوشنبه (جنوري۴مه) په یو رسمي سفر ایران هېواد ته ورسېد.
د اجرايوي ریاست ویاند مجیب رحيمي سلام وطندار ته وویل، چې د مشترک امنيتي ګواښ سره مبارزه او د سوداګريزو راکړو ورکړو پراختیا په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې اترې به د ډاکټر عبدالله عبدالله یو له اصلي موخو څخه وي.
تېره اوونۍ افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم وویل، چې په پام کې لري له ایران سره د وچو له لارې بندرونه جوړ کړي او د ایران، هند او افغانستان ترمنځ سوداګريزې راکړې ورکړې باید د چابهار بندر له لارې زیات شي.
د رحيمي په وینا، چې ډاکټر عبدالله د ایران لوړ پوړو چارواکو سره له ليده کاته وروسته به له چابهار بندر څخه هم ليدنه وکړي.
دغه بندر د بلوچستان په سویل ختیځ کې پروت دی ایران او د هندوستان هېوادونو له پاره خورا زیات اقتصادي اهمیت لري.
افغان دولت چابهار ته د کراچۍ او واګه بندرونو د بدیل په سترګه ګوري.
همدارنګه نوموړی زیاتوي، چې ډاکټر عبدالله عبدالله به د فرهنګي اړيکو په اړه هم له مقاماتو سره خبرې اترې وکړي.
په دغو بندرونو کې افغان سوداګر له زیاتو ستونزو سره مخامخ کيږي او د پاکستان د حکومت له خوا ورباندې بېلابېل بندیزونه لګول کيږي.
د چابهار بندر پر جوړولو له ۲۰۱۲ م ز کال راهیسې د ایران، افغانستان او هندوستان هېوادونو ترمنځ خبرې اترې پېل شوې وې، چې وروسته بیا د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو (ریکا) په ۶ مه ناسته کې د درې واړو هېوادونو چارواکو پریکړه وکړه، چې باید ژر تر ژره دغه بندر نهايي کړي.
ایران په دغه بندر کې ۵۰ هکټاره ځمکه د افغان سوداګرو له پاره ځانګړې کړې ده.