سلام وطندار | آرشیو
فارسی
|
پشتو
|
ازبیکی
|
ENG
دولت ځدران له شاهد افريدي او ملینګا نه مخکې د کال پنځم نړېوال بالر شو
سلام وطندار | آرشیو |
چهارشنبه، 30 دسامبر 2015
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم لوبغاړي دولت ځدران د پاکستان تکړه توپ اچونکی شاهد افريدی او ملینګا شاته پرېښي او په نړېواله کچه د کرکټ په برخه کې د روان کال پنځم بالر ټاکل شوی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د ۲۰۱۵ م ز کال غوره شل اوریزه لوبو بالرانو نوملړ خپور شوی دی، چې په کې افغان تیزبالر دولت ځدران پنځم مقام خپل کړی دی.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چې دولت ځدران په ۲۰۱۵ م ز کال کې ټولټال ۸ شل اوریزه لوبو کې د افغانستان له پاره لوبې ترسره کړې دي او په دغو لوبو کې توانېدلی، چې ۱۳ ویکټې واخلي.
په نړیواله کچه د پنځم مقام خپلولو ترڅنګ دولت ځدران بیا د افغانستان له خوا روان ۲۰۱۵ م ز کال کې د شل اوریزه لوبو غوره او لومړی مقام ترلاسه کوونکی لوبغاړی ټاکل شوی دی.
دولت ځدران روان کال د دغه مقام خپلولو سره په ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د وهاب ریاض ، شاهد افریدي، ملینګا، عمران طاهر او ډیون براوو په څیر لوبغاړي هم شاته پریښي.
به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print
این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.
بازگشت به وبسایت اصلی
مطالب مشابه:
د سپین غر بازان لوبډله په اسیایي فوټبال جام کې ګډون کوي
10/14/2015
برېټانوي انډي موري د ټینس سیالیو اتلولي وګټله
11/21/2016
افغان ماشوم مرتضی، لیونیل میسي سره ولیدل
12/13/2016
د کرکټ په نړیوالې شورا کې د افغانستان د بشپړغړیتوب غوښتنه وشوه
06/04/2016
افغانستان به راتلونکي پنجشنبه د (ریو) المپیک سیالي پیل کړي
08/06/2016
د هانګ کانګ بریا د افغانستان کرکټ ملي لوبډله وروسته کړه
11/14/2015
اخبار و گزارشهای سلام وطندار را از شبکههای اجتماعی دنبال کنید:
فیسبوک
توییتر
تلگرام