د خوشبو په لټه د ورک قاتل کیسه

د خوشبو په لټه د ورک قاتل کیسه

جین بټیسټا ګرینولي (بین ویشاو) پولیسو نیولی وي، د پانسۍ تخت ته یې پورته کوي، تر څو چې اعلان کوي د جین بټیسټا د ژوند کیسه پيل شي.

د اتلسمې پيړۍ پاریس دی، ژوند په هماغه منظر ښودل کیږي، د کبانو مارکیټ کې ښځه یو ماشوم زیږوي، تر میز لاندې یې غورځوي، ماشوم ژاړي، خلک راټولیږي، ماشوم یتیم خانې ته بوځي او ښځه د ماشومانو د وژلو په جرم اعدام کیږي.

جین لویږي، غلام شي، وپلورل شي، خو یوه ځانګړنه پکې له ماشومتوبه وي، چې د شامې ( بوی) حس یې ډير زیات تیز وي او تر لیرې لیرې بویونه محسوسوي او تشخیصوي یې.  په پاریس کې له نویو بویونو سره مخ شي، یو بوي پرې ښه ولګیږي، بوي تعقیب کړي، د یوې ښکلې نجلۍ د بدن خوشبو وي، جین ورپسې شي، نجلۍ ناسته وي، جین یې شاته ودریږي، نجلۍ چې چغه کړي دا یې په خوله لاس کیږدي، ښایسته موده تیره شي، جین چې لاس لیرې کړي، جینۍ یې وژلي وي. بیا یې ټول بدن بوي کړي او ترې لاړ شي.

دا بوي لټوي،  د یوه عطار دوکان ته لاړ شي، د پاریس پخوانی مشهور عطار نور پیردونکي نه لري، جین ورته خواږه عطر جوړ کړي، عطار یې له پخواني باداره په پيسو واخلي، ده سره وخت تیر کړي، عطار ورته ووايي چې عطاري هم د موسیقۍ غوندې ده، عطر خپل ترکیب لري، دولس یې عمومي ترکیب دی، خو که غواړې چې د نړۍ تر ټولو ښه عطر جوړ کړې، دیارلسم عطر باید ورواچوې، تا پورې اړه لري چې څنګه یې سره ترکیبوې.

جین پریکړه وکړي، چې دا نړۍ تر ټولو ښه عطر به جوړوي، عطار ته د عطرو جوړلو سل فورمولونه ووايي او ددې په بدل کې ازادي واخلي، روان شي، ځنګلونه لټوي، کاینات بویوي، چې بلاخره پرې د یوه شتمن کس د لور خوشبو لګیږي او همدا دیارلسم عطر ټاکي.

جین له نجونو د عطر ویستلو طریقه پيدا کړي، پيغلې او ښایسته نجونې وژني او عطر ترې وباسي، بلاخره د دیارلسم عطر نوبت شي، پلار یې ښایسته نجلۍ له ښاره لیرې پټه کړي، جین یې د بدن په خوشبویۍ پسې هلته لاړ شي، نجلۍ ووژني او له ویښتو یې عطر واخلي.

جین د عسکرو له خوا ونیول شي، ده د نړۍ تر ټولو خواږه عطر جوړ کړي وي، په ځان یې ولګوي، د وژلو لپاره یې چې بیایي عسکر ورته په احترام کیني، خلک یې د مرګ په تمه وي، جلاد ورته تعظیم وکړي، د عطرو په خوږو کې ډوب خلک یې معجزه بولي، دی عطر په دسمال وشیندي، دسمال وخوځوي، په ولاړو خلکو د عطرو وږمه ورشي، ټول مست شي، خوند اخلي، تر دې چې له ټولو حجابونو ووځي، جین لاړ شي، د پاریس د کبانو په بازار کې ودریږي، شاید ځان ملامتوي، چې د عطرو بوتل په ځان واړوي، خلک پرې راټول شي… شپه سبا شي، په سبا یې د جین کالي او عطرو هغه بوتل پاتې وي چې وروستی څاڅکی ترې په ځمکه توی شي.

مهم ټکي:

په فلم کې له سره تر اخیره یو تلوسه او پلټنه پرته ده، جین د عطرو بوي احساسوي، پسې ګرځي، بلاخره یې د یوې پیغلې نجلۍ په بدن کې پيدا کوي، هغه نجلۍ مري او جین د هماغه بوی د بیا ترلاسه کولو له پاره خواري کوي، حتی د عطرو په فابریکه کې اوسپنې، شیشې او پيشوګانې بټۍ ته اچوي، ځکه هغه یو ځل احساس شوی بوی شاید دلته پیدا کړي، همدا پلټنه یې د نړۍ تر ټولو مشهور عطار او د څوارلس پيغلو قاتل کړي.

زما په نظر په فلم کې تر ټولو ستر قوت همدا د پلټنې جذبه ده، که دې فلم کې عطار هنر من وګڼل شي؛ نو بیا یوه خبره ډيره واضحه کیږي، که چیرې هنرمن د یوې جلوۍ د بیا لیدو په لټه هنر تخلیقوي، نو لوړو پوړیو ته به رسیږي او شهکار به تخلیقوي.

دیارلسم سُر ( عطر)

په فلم کې مهم ټکی همدا دی چې استاد یې جین ته د عطرو د سرونو خبره وکړي او ورته ووايي که ته غواړې چې د هغه لومړۍ جلۍ سره شته احساس بیا پيدا کړې، باید د عطرو لپاره دیارلسم سر (عطر ) پيدا کړې.

جذبه 

د راک سټار فلم په اړه په خپله لیکنه کې مې ویلي وو، هنرمن چې شهکار هنر تخلیقوي، د بازار غم یې نه کوي، هلته په راک سټار کې جوردن ته نړۍ ولاړه وي، خو دا په خپله دنیا کې ډوب وي او یوازې خپل ذات سره اخته وي، دلته په (عطر) کې جین د نړۍ تر ټولو ښه عطر جوړوي، خو دده هدف د هغه احساس یو ځل بیا تجربه وي، دا هم په خپل ذات کې ورک وي او د دنیا غم ورسره نه وي.

په زړه پورې ټکي:

جین له ماشومتوبه عجیب انسان وي، څو ځله له مرګه ژغور کیږي او کوم خلک چې له جین نه جلا کیږي مري. چې پیدا شي مور یې وغورځوي، خلک یې قاتله وبولي اعدام شي، بله میرمن یې له یتیم خانې بوځي ویې پلوري هغه غله ووژني، کوم کس سره چې غلام وي هغه یې وپلوري هغه کس سیند ته ولویږي، عطار ترې فورمولونه واخلي د شپې پرې کور را ولویږي، یعنې جین عجیب وي چې چاسره مخ کیږي، هغه کس وژل کیږي او همدا خبرې د فلم کرکټر ته یو عجیب او ځانګړی کرکټر ورکوي.

بنسټ :

فلم له یوه ناوله جوړ شوی دی، ناول (عطر) نومیږي او په ۱۹۸۵ کال کې پاتریک سسکینډ لیکلی و، د فلم ځای (لوکیشن) د اتلسمې پیړۍ پاریس دی، یاد ناول پنځلس میلیونه نسخې پلورل شوی دی او په ۱۹۹۷ ز کال کې هڅه شوې وه چې پر یوه سینمایي فلم بدل شي.

ځای  (لوکیشن)

فلم په پاریس کې جوړشوی دی، د اتلسمې پيړۍ پخوانی پاریس…  او پاریس به ځکه ټاکل شوي وي چې عطرو ښار خو په نړۍ کې همدا کیدلای شي، د فلم ټول لوکیشن او ځایونو د پخواني پاریس په بڼه جوړ شوي دي، د خلکو لباس، حرکات، ودانۍ، خبرې اترې او د عطرو زاړه او لوی دوکانونه.

ددې فلم د لوکیشن لپاره ډير فلمونه کتل شوي، خو یوه یې هم داسې لوکیشن نه درلود چې لارښوود غوښت، ځکه دوی ویل چې د لوکیشن په لیدو باید د انسان د شامې حس فعال شي. مثلاً که د ماهیانو بازار ګوري، نو باید یو بد بوي احساس کړي او که یو ښایسته ځای، د ګلونو بڼ یا د غرونو لمن ګوري نو ښه بوی باید احساس کړي. ددې لپاره د فلم ډيره برخه شوټینګ په هسپانیه کې شوی دی.

پیغام

فلم یوازې د انسان په اړه دی او همدا یې ځانګړنه ده، هر انسان پکې د خپلو ښیګڼو او بدګڼو سره ښودل شوی دی، جین هم یو عادي انسان وي، له خلکو سره مخ کیږي، ژوند یې سخت تیر شي، خو په یوه هویت پسې ورک وي. بلاخره د نړۍ د ښه عطار او ستر قاتل هویت پیدا کړي، خو دا حالت یې باید تر څو زغملای وای؟

په وروستۍ صحنه کې چې کله جین عطر په ځان پاشي، پوهیږي چې دې سره مري، خو بیا هم دا کار کوي، ولې یې کوي؟  دا پوښتنه شاید ډير ځوابونه ولري.

شاید دا یې د ژوند وروستی هدف ، شاید خپل هدف ته رسیدلی و او تر دې وروسته ورته ژوند کومه معنا نه لرله ځکه یې ځان د خپل هنر په دوزخ کې وسېځه.

یا کیدای شي جین پښېمانه شوی وي، جین د څومره نجونو ژوند واخیست، هرې یوې به یې د ژوند یوه کیسه لرله، یو تلوسه به یې لرله، یوه پلټنه به یې لرله … دې حالت ته په کتو انسان ته اردو ژبې د مشهور شاعر ساحر لدهیانوي هغه نظم رایاد شي چې تاج محل ته یې لیکلی … هلته هم وايي چې شاجهان دخپلې مینې او ارمان لپاره سلګونه مزدوران ووژل، خو هغوی مینې او ارمانونه نه لرل؟

دا پوښتنه پيدا کول خپله هم ددې فلم یوه ستره ځانګړنه ده.

په ټوله کې فلم خوندور دی، چاپیریال یې خوندور او له هنره ډک دی، انسان د اتلسمې پیړۍ پاریس ته وړي، هلته پرې سیل کوي ، د انسان ذات ته یې ننباسي، انسان پرې پيژني… دا ټوله د (عطر) کیسه ده.

د فلم نوم : PERFUM (Story of a Murderer)

د تولید کال: ۲۰۱۶

لارښود: ټام ټیکور

لوبغاړي : بن ویشاو – داستین هافهمن – آلن ریکمن – راچل هردوود – کارولین هروورس

موده : ۱۴۷ دقیقې

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام